1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

تخار ـ ټاکنيزې غونډې ته نژدې چاودنې لږ تر لږه ۱۲ ووژل

۱۳۹۷ مهر ۲۱, شنبه

د افغانستان په شمال کي يوې تاکنيزي غونډي ته څېرمه چاودنې لږ تر لږه ۱۲ انسانان ووژل. د بريد مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

Karte Afghanistan Provinz Takhar Englisch
انځور: DW

د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي چاودنه د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۳مه) رامنځ ته سوه. د دغه ولايت د شورا يو غړي ياد آژانس ته ويلي دي چي چاودنه د يوې ټاکنيزي غونډې سره نژدې رامنځ ته سوه. په دې ترڅ کي د لږ تر لږه ۱۲ انسانانو د وژل کېدو خبر ورکول سوی دی. بعضي آژانسونو بيا د وژل سوو شمېر لږ تر لږه ۱۴ ښودلی دی.

د ولايتي شورا غړي اعظم افضلي ويلي دي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۱۶ انسان ژوبل سوي هم دي. د دغه بريد پړه تر اوسه پوري هيڅ وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستې. خو د افغان حکومت وسله والې مخالفې ډلې طالبانو تر مخه ويلي ول چي د ۲۰ اکتوبر له پاره د پلان سوو ټاکنو د زابوتاژ کولو پوره هڅه به وکړي.

د ولايتي شورا د استازي افضلي په وينا چاودنه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي په ټاکنو کي د کانديدې مېرمنې د وينا اورولو له پاره چمتو والی نيول کيدی. د ولايتي شورا يو بل غړي عبدالمحبوب هم دغه خبره کړې. البته دغه غړي د ۴۰ ژوبل سوو کسانو څخه يادونه کړې ده.

دا دريم بريد دی چي په نژدو ورځو کي تر سره کيږي. د دې څخه تر مخه د سه شنبې په ورځ په سويلي ولايت هلمند کي پر ټاکنيزه غونډي يو ځانمرګي بريد لږ تر لږه ۸ انسانان وژلي او ۱۱ نور یې ژوبل کړي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب