1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترافيکي پېښه کې ۱۰ هندو زیارت کونکي مړه او ۵۵ ټپیان شوي

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې يو سروس موټر چې هندو زيارت کوونکي پکې سپارل وو، د لوېې لارې د یو پل په سر تر ښویدو وروسته خوړ ته غورځېدلی دی. چارواکي وايي چې په دې پيښه کې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۵۵ نور ټپان شوي دي.

انځور له آرشیف څخه - د هندو زیارت کونکو حامل بس چې د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې ېې پېښه وکړه چې پکې ۴۳ تنه مړه شول
انځور له آرشیف څخه - د هندو زیارت کونکو حامل بس چې د ۲۰۱۸م کال په سپتمبر کې ېې پېښه وکړه چې پکې ۴۳ تنه مړه شولانځور: Getty Images/AFP

پولیس وايي په دغه بس کې زیارت کونکي سپاره ول چې د هیماليا سیمې پر یوه لویه لار د یوه پله په سر تر ښوېدو وروسته خوړ ته وغورځېد.

د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، پولیس وايی چې دغه بس د شمالي ایالت پنجاب له امرستر ښار څخه د کترا ښارګوټي ته په لاره وو چې جمو ښار ته نژدې له دغې پېښې سره مخ شو. د ځایي پولیسو يوه افسر، چندن کوهلي، وويل چې مړه شوي کسان د شرقي ایالت بیهار اوسيدونکي ول.

ورته نور ولولئ:د هند یوه مندر کې د ټېل ماټېل له امله د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی

په کترا کې واقع د وایشنو ديوي (Vaishno Devi) مندر په هندوانو کې د ډېره درناوي وړ گڼل کيږي او هر کال په سلونو زره خلک دغه مندر ته ورځي.

تر پېښې وروسته چارواکو او د سيمې اوسيدونکو د پېښې ځای ته ځانونه ورسول او د ژغورنې عمليات ېې پيل کړل. زیاته شوې چې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي او تر درملنې لاندې نيول شوي دي.

ورته نور ولولئ:هند: په ترافيکي پېښه کې ۱۶ عسکر مړه شوي دي

پر ټولنیزې رسنۍ، یوټيوب کې یوه ويډيو چې ښکاري څو ساعته مخکې خپره شوې، ښودل کيږي چې یو بس موټر د پله لاندې په بل اړخ پروت دی او اطرافو ته ېې پولیس او ملکيان راټول شوي دي. ویل شوي چې په بس کې ۷۵ کسان سپاره ول.

هندوستان د نړۍ يو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ترافيکي پېښو کې د مرګ ژوبله لوړ ګراف لري چې هرکال په کې په سلونو زره خلک مړه او ټپيان کيږي. د ترافيکي پېښو عمده لاملونه، د موټرچلونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د موټرو زوړوالی ښودل کيږي.

(AP)mks/bs

زموږ له آرشیف څخه هندوستان سره په تړاو یو انځوریز البوم هم کتلی شئ:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب