1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: استخبارات د روسیې او طالبانو د اړيکو خبر ناسم بولي

۱۳۹۹ تیر ۹, دوشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ د نيويارک ټايمز هغه رپوټ رد کړی دی چې گواکې د امريکايي عسکرو د وژنې په بدل کې د روسیې استخباراتي ادارې د طالبانو له پاره انعامونه ټاکلي ول. ترمپ پر دغه ورځپاڼې د خپلې سرچينې د ښوولو غږ کړی دی.

USA Wahlkampfveranstaltung Trump in Tulsa
انځور: Reuters/L. Millis

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د تويتر له لارې ويلي چې په دې اړه نه ده، نه یې مرستيال مايک پنس او نه هم د ولسمشرۍ مانۍ د دفتر مشر مارک ميدوز ته کوم معلومات ورکړل شوي دي. ترمپ پر نيويارک ټايمز ورځپاڼې د خپلې سرچينې د ښوولو غږ کړی دی. نوموړي د تويتر له لارې زياته کړې: «هر څوک دا رپوټ ردوي او پر موږ [په افغانستان کې] ډېر بريدونه هم نه دي شوي.»

ولسمشر ترمپ د يکشنبې په ورځ په يوه بل تويت کې ويلي ول: «همدا اوس ماته وويل شول چې دا معلومات د ډاډ وړ او معتبر نه دي او په اړه یې ځکه ماته او يا مرستيال ولسمشر ته رپوټ نه دی ورکړل شوی.»

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړی وو چې د امريکا استخباراتي اداره هغه رپوټه ارزوي چې د روسيې پوځ يوه پټ مرکز تیرکال په افغانستان کې پر امريکايي او ائتلافي عسکرو د بريالو بريدونو په بدل کې طالبانو ته د جایزو د ورکړې ژمنه کړې وه او دا چې ځینو کسانو دغه مالي مرسته ترلاسه کړې هم ده.

د سپينې ماڼۍ مسئولينو او د استخباراتي ادارې مشر د شنبې په ورځ دغه رپوټونه رد کړي ول. د روسیې د بهرنيو چارو وزارت هم دغه رپوټونه ناسم بللي ول.

د يکشنبې په ورځ نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يوه بل رپوټ کې ويلي ول چې استخباراتي ادارو او په افغانستان کې د ځانگړو عملياتو قطعې تر جنوري میاشتې مخکې لوړ پوړو چارواکو ته په دې اړه معلومات ورکړي ول.

د استازو د مجلس ویاندې نينسي پلوسي هم ويلي ول چې په دې اړه هیڅ معلومات نه لري او کانگرس ته یې په دې هکله د معلومات د ورکړې غږ وکړ. نوموړې د هغو اتوو استازو څخه يوه ده چې استخباراتي معلومات ورته په چټکه توگه ورکول کيږي.

پلوسي د نيويارک ټايمز د رپوټ او د دې قضيې په اړه د ترمپ دريځ ته په اشارې سره وويل چې ولسمشر د روسیې په اړه تورونه له پامه غورځوي. نوموړي د ای بي سي نيوز شبکې سره په خبرو کې وويل: «دلته يو څه شته چې سم نه دي خو بايد دا هر څه ځواب ولري.» نوموړې زياته کړې چې ترمپ په ناټو سازمان کې د امريکا د مشرتابه د رول د ضعيفولو، په آلمان کې د امريکايي عسکرو په کمولو او د جي اته هېوادونو د روسیې د رابللو سره د روسیې د ولسمشر پوټين د دريځ ملاتړ کړی دی.

پيلوسي او د سپينې ماڼۍ د استخباراتو مشر آدم شيف هم وويل چې که د ترمپ ادعاوې سمې وي نو پوښتنه داده چې ولې هغه ته په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل