1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ افغانستان ته خپل نوی سفير وټاکه

۱۳۹۶ تیر ۳۰, جمعه

د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، په ترکیه کې خپل اوسنی سفیر جان بس، د افغانستان د سفیر په توګه نومولی دی. بس تر دې مخکې په ترکیه کې د امریکا د سفیر په توګه هم کار کړی دی.

Türkei US-Botschafter John Bass
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/M. Pala

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د جان بس، د هڅو ستاینه کړې ده. د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي: «ښاغلي بس تر یوې لسیزي ډیره موده د متحدینو د بسیج، ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د منابعو د توحید او په عراق، سوريه او د اسیا په سویل لویدیځ کې د ثبات د ټینګښت له پاره هڅو ملاتړ کړی دی.»

جان بس له ۲۰۱۴م کال راهیسې په انقره کې د امریکا متحدو ایالاتو سفير وو. هغه په داسې حال کې په ترکیه کې د خپل هیواد د سیاست مدیریت کړی دی چې دغه هیواد د یوې ناکامې کودتا شاهد وو.

په دې موده کې د واشنګټن اړیکې د سوریې د وضعيت او په امریکا متحدو ایالاتو کې د فتح الله ګولن د استېدو له کبله ترينگلي شوي دي. ترکيه د تيرکال د کودتا عامل فتح الله گولن بولي.

جان بس په داسې حال کې په کابل کې د خپل هیواد سفارت ته نومول کیږي چې ولسمشر ترمپ اوس د افغانستان له پاره د خپل نوي سیاست په اړه وروستۍ پریکړه کوي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت دنده اوس ځکه د پخوا په پرتله ډیر اهمیت لري، چې د بهرنیو چارو وزیر رک تیلرسن، غواړي د افغانستان او پاکستان له پاره د ځانګړي استازې پست لغو کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب