1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

ترمپ: امریکایي پوځ د داعش مشر وواژه

۱۳۹۸ آبان ۵, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د «اسلامي دولت» ډلې د مشر ابوبکر البغدادي وژل کیدل تائيد کړي دي. ترمپ ویلي دي چې البغدادي په سوریي کې د امریکایي کوماندویانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

Beobachtung der Entwicklungen während der Razzia der US-Spezialeinheiten in Syrien
انځور: AP/The White House/S. Craighead

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي دي چې ابوبکر البغدادي د امریکا د ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې وژل شوی دی. ترمپ ویلي دي چې البغدادي «د یوه سپي، ډارن او بزدل» په څیر وژل شوی.

نوموړي زیاته کړې چې ابوبکر البغدادي په دې عملیاتو کې له خپل ځان څخه د حفاظت په خاطر له ماشومانو څخه استفاده کړې ده.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې بغدادي د وژل کیدو پر مهال ډیر ویریدلی وو، تیښته یي کوله، ژړل یي او وارخطاء وو. نوموړي زیاته کړه چې تیره شپه یي له جنرال ملي او مایک پنس سره یوځای دغه عملیات په ژوندۍ بڼه لیدلي دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وویل چې دغه عملیات حتی له یوه «اکشن فلم څخه هم هیجاني» وو.

امریکا متحده ایالاتو د البغدادي په اړه د معلوماتو ورکونکي ته د ۲۵ میلیونه ډالرو انعام ټاکلی وو.

آژانسونه/ش.ن/ ک.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب