د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ، خپل هیواد ته پر وارداتي موټرو د ۲۵ سلنې گمرکي تعرفې له وضع کولو څخه خبر ورکړ. په پام کي ده چي دغه ډول تعرفې به د اپریل له دوهمې نېټې څخه عملي سي.
ترمپ امریکا ته د موټرو پر وارداتو ۲۵ سلنه تعرفه اعلان کړهانځور: Mark Schiefelbein/AP/picture alliance
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، له بهر څخه پر وارداتي موټرو د ۲۵ سلنې گمرکي تعرفې له وضع مولو څخه خبر ورکړ چي د آلماني موټر جوړونکو له پاره به یوه سخته ضربه وي.
ترمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کي وویل چي دغه تعرفه به پر ټولو هغو موټرو چي په امریکا متحده ایالاتو کي نه تولیدیږي وضع سي او په پام کي ده چي د اپریل له دوهمې نېټې څخه به عملي سي. هغه زیاته کړه: «که هغوی په امریکا متحده ایالاتو کي تولید سي، بیا به نو هیڅ ډول تعرفه ونه لري.»
دونالډ ترمپ وویل چي د موټرو پر وارداتو باندي تعرفه «دایمي» ده. ولسمشر ترمپ ته نیژدې سرچینو ویلي دي چي دغه ۲۵ سلنه تعرفه به پر اوسنیو تعرفو سربیره وضع سي.
ترمپ په جنوري مياشت کي واک ته له رسیدو راهیسي، د تعرفو یوه لړۍ اعلان او یاهم عملي کړې ده. د متحده ایالاتو له خوا پر اوسپنو او المونیمو باندي نوې ۲۵ سلنه گمرکي تعرفه د مارچ مياشتي له ۱۲ مې څخه عملي سوې ده.
اروپایې اتحادیه د چین پر الیکټرونیکي موټرو ګمرکي تعرفه لوړوي
03:13
This browser does not support the video element.
ترمپ همدارنگه د متحده ایالاتو پر سیال، چین هم ځیني تعرفې وضع کړي دي. چین داسي یو هیواد دی چی متحده ایالات ورسره تر ټولو ډیر تجارتي کسر لري.
د موټرو پر وارداتو دغه نوې تعرفه به ښايي د موټر جوړولو آلماني شرکتونه هم اغیزمن کړي. د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر کړنکلارې له تجارتي جگړې څخه بیره زیاته کړې ده چي سخت اقتصادي عواقب به له ځانه سره ولري.
د ترمپ د تعرفو سیاست چي له ډیرو لوړو ژورو سره مل دی، له اونیو راهیسي د اسهامو بازارونه له نوسان سره مخامخ کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دغه تعرفې د داخلي اقتصاد د پیاوړتیا له پاره یوه لار او پر نورو هیوادونو باندي فشار بولي. خو منتقدین خبرداری ورکوي چي د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دغه اقدامات ښايي دغه هیواد له رکود سره مخامخ کړي او د مصرف کوونکو له پاره د بیو د لا ډېر لوړوالي سبب سي.
د آلمان د موټر جوړونې صنعت
آلمان په نړیواله کچه د موټر جوړونې د تخکیک په برخه کې ځانګړې شهرت لري. په نړیواله کچه له آلماني موټرو سره لیوالتیا زیاته ده چې اساسي دلیل یې د دغو موټر د انجن یا ماشين کیفیت دی.
انځور: Gou Yige/AFP/Getty Images
له آلماني موټرو سره مينه
آلمان د موټر جوړونې مختلف مارکونه او شرکتونه لري چې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې یې خلک خوښوي. په دوی کې مرسیدز، BMW، پورشه، فولکس واګون او داسې نور شامل دي.