ترمپ امریکا له ۶۶ نړیوالو سازمانونو وایستله
۱۴۰۴ دی ۱۸, پنجشنبه
د سپنې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۶ م کال د جنورۍ ۷مه) یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د امریکا متحده ایالاتو وزارتونو ته امر کوي چې «سمدستي» د ملگرو ملتونو سازمان د ۳۱ بنسټونو او نورو ۳۵ سازمانو له پاره چې په ملگرو ملتونو کې شامل نه دي، مشارکت او مالي ملاتړ پای ته ورسوي.
دغه سازمانونه د اقلیمي بدلون، چاپیریال ساتنې ، له ترهگرۍ سره د مبارزې، بشري حقونو او نورو برخو کې فعالیتونه کوي.
امریکا متحده ایالات ولې له دغو سازمانونو وزي؟
د امریکاد بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، په یوې اعلامیې کې وویل چې ځیني دغه بنسټونه داسې اجنداوي تعقیبوي چې د امریکا متحده ایالاتو له گټو سره په ټکر کې دي.
د دغو سازمانونو ډېر يې له ملگرو ملتونو سره تړلي ادارې او هیئتونه دي چې د اقلیم پر بدلون، کار، مهاجرت او ټولنیزې پالیسۍ باندې تمرکز کوي، او د متحده ایالاتو حکومت هغوی د "ویښ" په توګه طبقه بندي کړي دي.
دغه اقدام د ټرمپ د پخوانیو پریکړو په تعقیب رامنځته سوی دی چې د پاریس د اقلیم له تړون، د روغتیا له نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو له تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) څخه ووتی، او د ملګرو ملتونو ادارو له پاره یې تمویل راکم کړ، چې په منځني ختیځ کې د فلسطیني کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره (UNRWA) هم پکښي شاملیږي
.
تیر کال امریکا، د USAID له لارې خپلې بهرنۍ مرستې راکمې کړې، چې د ملگرو ملتونو ډېري ادارې یې مجبورې کړې چې خپل هغه فعالیتونه راکم کړي چې په عمده توګه یې پر پرمختللو هیوادونو او نړیوالې عامې روغتیا باندې اغیز کاوه.
ترمپ د فوسیلي سوند توکو په لټه کې دی
د اقلیم له اساسي تړون او د نړۍ د مخکښ اقلیم د ساینس له ادارې څخه د ټرمپ د وتلو پریکړه په داسې وخت کې رامنځته کیږي چې په هیواد کې دننه د فوسیلي سوند توکو د کارولو له پاره سخت فشار موجود دی، په داسې حال کې چې هغه په مکرر ډول د اقلیم بدلون د "تېرایستلو" او د نوي کیدونکي انرژۍ د "درغلۍ" په توگه رد کړی دی.
ترمپ د سه شنبې په ورځ له فوسیلي سوند توکو څخه خپل ملاتړ دوه برابره کړ او په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشیل» کې یې ولیکل چې وینزویلا به له ۳۰ تر ۵۰ ميليونه بیرله تیل امریکا متحده ایالاتو ته « ورکړي.» دغه موضوع پر وینزویلا باندېد امریکايی ځواکونو له برید او د نوموړي هیواد د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کیدوڅو ورځې وروسته مطرح سوه.