1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

د افغانستان او پاکستان شخړه؛ ترمپ د منځګړيتوب وړاندیز کړی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ مهر ۲۱, دوشنبه

دونالد ترمپ او ایران د پاکستان او افغانستان په سرحدي شخړه کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی. سعودي عربستان او قطر هم له دواړو هیوادونو څخه غوښتنه کړې چې له تاوتریخوالي څخه دې ډډه وکړي او د زغم او خبرو اترو لاره دې خپله کړي.

Afghanistan Torkham 2023 | Pakistanische Grenzpolizei am Grenzübergang zu Afghanistan
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدي شخړې په هوارولو کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی او ادعا یې کړې ده چې دغه شخړه پای ته رسولی شي، لکه مخکې چې یې نور جنګونه «حل» کړي دي.

په مصر کې د غزې په اړه د سولې روانو مذاکراتو ته د تګ پر مهال ترمپ خبریالانو ته وویل چې دا به د هغه «اتمه جګړه وي چې دا یې حلوي.»

هغه وویل: «ما اوریدلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه روانه ده. ما وویل سمه ده چې زه بیرته راشم، زه یوه بله جګړه ختموم، ځکه چې زه د جنګونو په ختمولو کې مهارت لرم.»

هغه زیاته کړه چې د هغه د صدارت په وخت کې د لسیزو شخړې نسبتاً زر ختمې شوې دي.

ترمپ په دې اړوند د پاکستان او هند ترمنځ په می میاشت کې د جګړې د مخنیوي ادعا وکړه او یو وار بیا یې تکرار کړه: «د هند او پاکستان په اړه فکر وکړئ. د هغو جکړو په هکله فکر وکړئ چې د کلونو راهیسې روانې وې... یو د ۳۱ کلونو یو د ۳۲ کلونو او یو د ۳۷ کلونو راهیسې روانه وه او په هر هیواد کې لسګونو زره انسانان ووژل شول. ما په دې کې هره یوه، زیاتره یې په یوه ورځ کې دننه ختمه کړه. دا ډیره ښه ده.»

د ایران د منځګړیتوب وړاندیز

ایران د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخ پر زیاتیدونکي تاوتریخوالي په اړه ژوره انديښنه ښودلې او په سیمه کې د سولې او ثبات راوستلو له پاره یې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.

د یکشبنې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د یوې اعلامیې په ترڅ کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستیو پيښو په اړه د انديښنې په څرګندولو سره د دوادو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته پر درناوي کولو ټینګار وکړ.

بقایي له دواړو خواو د «زغم او سمدستي د مذاکراتو پیلولو» غوښتنه وکړه، څو تاوتریخوالی کم شي او اختلافات د دیپلوماتیکو چنلونو له لارې حل شي.

هغه وویل چې ایران په خپل شاوخوا کې امنیت او ثبات ته ډیر ارزښت ورکوي: «تهران دا خبره تکراروي چې هغه د داړو ګاونډیو اسلامي هیوادونو ترمنځ د دښمنۍ کمولو هر ډول کوښښ کې همکارې کولو ته تیار دی.»

سعودي او قطر له زغم څخه د کار اخیستنې غوښتنه کړې

سعودي عربستان او قطر د پاکستان او افغانستان ترمنځ له نښتو وروسته چې لسګونه سرحدي ځواکونه په کې ووژل شول، د سولې له پاره هڅې پیل کړي دي.

سعودي عربستان چې په دې وروستیو کې یې له پاکستان سره دفاعي تړون لاسلیک کړی دی پر دغو نښتو انديښنه ښودلې ده. د ریاض له خوا په خپاره شوي یوه اعلامیه کې ویل شوي: «هیوادونه دې له زغم څخه کار واخلي، له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي او د خبرو اترو او حکمت لاره دې خپله کړي، څو په سیمه کې امنیت او ثبات وساتل شي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «هیواد یې د هغو ټولو سیمه ایزو او نړیوالو هڅو ملاتړ کوي چې د سولې او ثابت د ودې له پاره ترسره کیږي او خپلو پاکستاني او افغان ورونو ولسونو د سولې او ثبات د تضمینولو له پاره، خپله ژمنتیا یو ځل بیا تکراروو.»

د طالبانو اعلامیه

د فرانسې خبري آژانس په حواله په افغانستان کې د طالبانو ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې افغان ځواکونو د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه خپل عملیات بند کړي دي.

دغه سرحدي نښتې په ۲۰۲۱م کال کې یو وار بیا د طالبانو واک ته له رسیدو راهیسې یو له تر ټولو خونړیو نښتو څخه دي.

شخړه هغه وخت زیاته شوه چې کابل تور ولګولو چې پاکستان د افغانستان له فضایي قلمرو څخه سرغړونه کړې او د پلازمېنې کابل په ګډون یې د افغانستان په څو ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي دي.

اسلام اباد نه هم دغه پيښه تایید او نه رد کړه، خو دا یې وویل چې د خپلو اتباعو د حفاظت له پاره به «ټول اړین اقدامات» تر سره کوي، ځکه په هیواد کې د منع کړای شوي تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی.

پاکستان وایي چې د «ټي ټي پي» جنګیالي د افغانستان له خاورې څخه خپل بریدونه پلانوي او کابل یې په مخنیوي کې پاتی راغلی دی.

افغانستان دغه تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې د هیڅ ګاونډي هیواد په خلاف د خپلې خاورې د کاریدنې اجازه نه ورکوي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو کې د سوداګرۍ زیانمنېدل

03:16

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل