1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او کیم د اتومي بې وسلې کیدو پر هڅو هوکړي ته رسیدلي

۱۳۹۷ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

امریکا متحدو ایالاتو او شمالي کوریا د کوریا د ټاپو وزمې د اتومې بې وسلو کیدو پر هڅو باندې توافق کړی دی. دونالد ترمپ او د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون په دې هکله یو سند لاسلیک کړی دی.

Singapore Summit Donald Trump Kim Jong Un Unterzeichnung
انځور: Reuters/J. Ernst

د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره د تاریخي سرمشریزي په ترڅ کې د کوریا د ټاپو وزمې بشپړې غیر اتومې کیدو ته ژمن دی. دغه څه په هغه یوه سند کې راغلي دي چې کیم او ترمپ د سنګاپور د غونډې په پای کې لاسلیک کړ. امريکا د هغه په بدل کې شمالي کوریا ته د امنیت ضمانت ژمنه کړې.

د امريکا متحدو ایالاتو او شمالي کوریا تر منځ تر څو لسیزو دښمنيو وروسته د دونالد ترمپ او کیم جونګ ترمنځ سرمشریزه کې د پرمختګونو څخه خبره کیږي. ترمپ په سنتوزا ټاپو کې له کیم سره تر ګډې غرمنۍ وروسته یوه اعلامیه لاسلیک کړه.

سي ان ان تليويزيوني چينل د امریکايي کړیو له قوله رپوټ ورکړی دی چې په دغه سند کې د خبرو اترو په ترڅ کې تر لاسه شوي پرمختګونه باید وساتل شي.

د امريکا متحدو ایالاتو ولسمشر ویلي دي: «هغسې چې تمه يې کیده چارې ښې پر مخ تللي دي.» د هغه د خپلو معلوماتو له مخې دغې ناستې «ډیر پرمختګونه» لرلي دي. هغه دغه خبري اترې «واقعا ډیرې مثبتې» ارزولي دي. خو دا چې د شمالي کوریا د اتومې بې وسلو کیدو پر لور کوم لومړني ګامونه شته، لا نامعلومه نه ده.

د سنګاپور د سنتوزا ټاپو، په کاپیلا، هوټل کې په دغه مخامخ لیدنه کتنه کې دواړه سیاستوال غواړي د خپل لومړني چلن چې له ترینګلتیا او یوه برخه یې له پرانیستې دښمني ‌ډکه وه، نوی پیل وکړي. په دې ترڅ کې د شمالي کوریا اتومي بې وسلي کیدل، د کوریا ټاپو وزمه له پاره یوه سوله ایزه حل لاره او همداشان له منزوي شوي کمونيستي هیواد شمالي کوریا سره د اقتصادي مرستو موضوعات مطرح دي.

د غونډې په پیل کې د شمالي کوریا واکمن دا خبره جوته کړه چې له امريکا متحدو ایالاتو سره د ترینګلتياوو په ترڅ کې یو نوی فصل پرانیزي. مخکې له دې چې کیم او ترمپ یوازي د دوو ژباړونکو په ملتيا خبري اترې پیل کړي د خبریالانو ته يې وویل: «دلته راتګ آسانه کار نه وو. تیرو تجربو او پیش قضاوتونو زموږ پر ضد کار کاوه، خو اوس موږ له ټولو خنډونو تیر شوي یوو او دلته یوو.»

«زه ښه احساس کوم»

ترمپ هم مثبتې څرګندونې وکړې. هغه وویل: «زه واقعا ښه احساس کوم، موږ به ښې خبرې ولرو. موږ به ښه بحثونه ولرو، په دې کې هیڅ شک نه شته.»

خو د شمالي کوریا واکمن دې پوښتنې ته هیڅ کوم غبرګون و نه ښود چې واقعا اتومي بې وسلې کیدل غواړي.

تر دې دمخه ترمپ او کیم یو له بل سره روغبړ وکړ او دغه شیبه د تاریخ حافظې ته وسپارل شوه. د یو او بل د لاسونو ټینګ نیولو ۱۳ سانيو وخت ونیو او دواړه جدي بریښدل.

دغه ملاقات د شمالی کوریا له پاره له سمبولیک لحاظه ستر ارزښت لري. دا د نړۍ د ستر قدرت امریکا متحدو ایالاتو سره په یوه سطحه د دریدو زیګنال ورکوي. د ترمپ او کیم تر منځ د لومړینو ۳۸ دقیقو خبرو اترو وروسته ستره غونډه پیل شوي چې پکښې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، د سپینې ماڼۍ اداري رئیس جان کیلې او د ملي امنیت سلاکار جان بولتون برخه واخیسته. کیم تر غوندې دمخه ویلي ول «زموږ پر وړاندي چيلينجونه شته، خو موږ به له ترمپ سره پر هغو ګډ کار وکړو.»

د شمالي کوریا له اړخه په غونډه کې د استخباراتي ادارې مشر، د کیم بانفوذه سلاکار جنرال کیم یونګ چول او همداشان د بهرنیو چارو وزیر ري یونګ هو برخه واخیسته.

سترې هیلي

د دواړو هیوادونو تر منځ له دغې سرمشریزي ډیري هیلي تړلي دي. د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په هکله شخړه د نړۍ یوه له خطرناکو کړکیچونو څخه شمیرل کیږي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب