1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: ایرن به له ما سره د یوې ښې موافقې له پاره مذاکرات وکړي

۱۳۹۷ مهر ۵, پنجشنبه

دونالد ترمپ په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل مهمه نه ده چې د نړۍ مشران د ایران په هکله څه فکر کوي، خو هغه ډاډه دی چې دغه هیواد به د یوې ښې موافقې د لاسلیکولو له پاره هغه ته مراجعه وکړي.

Pressekonferenz Donald Trump
انځور: picture alliance/Zumapress

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې یو وار بیا په ۲۰۱۵م کال کې د اوباما د واکمنۍ پر مهال له ایران سره د لویديځو هیوادونو پر لاسليک شوي اټومي تړون نیوکه وکړه. ترمپ دغه تړون «یو له تر ټولو احماقانه تړونونو څخه وبله، چې تر اوسه پورې لاسلیک شوي دي».

هغه د می په میاشت کې له دغه تړون څخه د امریکا وتلو ته په اشارې سره وویل چې د ده په اند هیڅ هیواد د ایران په شان تغیر نه دی کړی. ترمپ وویل: «د بیلګې په توګه، ولی هغوی په دې تړون کې د یمن او سوریې موضوع نه ده ښکیل کړط؟ پوهیږئ جان کیري [د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر] څه ځواب ورکړ؟ ویل یې چې دا مسئله ډیره پيچلې ده.»

ترمپ د ایران په مسئله کې له نورو حکومتي مشرانو سره د خبرو اترو او د یوه نوي تړون د لاسلیکیدو د احتمال په اړه وویل چې د ایران په اړه د نړۍ د نورو مشرانو نظر مهم نه دی، ځکه د هغه په باور ایراني چارواکي به هغې موافقې ته د رسیدلو له پاره چې ترمپ ترې د «ښې موافقې» په توګه یادونه وکړه له امریکا سره خبرې اترې پیل کړي.

هغه د ایران اقتصادي ستونزو او هغو نا کراریو ته اشاره وکړه چې په دې وروستیو څو میاشتو کې د ایران په مختلفو ښارونو کې جریان لري. ترمپ وویل چې دغه شورشونه آن د اوباما په وخت کې د زرغون غورځنګ له اعتراضونو څخه هم پراخ دي.

د ترمپ په خبره اوباما د ایران د حکومت تر څنګ ودرید، نه د دغه هیواد د ولس. هغه زیاته کړه چې که چیرې اوباما په هغه وخت کې د ایران د ولس ملاتړ کړای وای، نو شاید له یوه بل ایران سره مخامخ شوی وای.

ترمپ وویل: «زه د ایران د خلکو تر څنګ ولاړ یم. خو مسئله دلته دا ده چې دوی له ډیر پراخ انفلاسیون سره مخامخ دي او پیسو یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. هر څه ګډ وډ شوي دي. په سړکونو کې له اعتراضونو سره مخامخ دي. ډوډۍ نه شي اخیستی، هیڅ هم نه شي کولی. دا یو ناورين دی.»

امریکایي ولسمشر زیاته کړه: «فکر کوم چې یو وخت به هغوی [د ایران حکومت] وغواړي مذاکراتو ته را وګرځي او پوښتنه به وکړي چې موږ څه کار کولی شو؟ او زه، ډیره ساده خبره، نه غواړم چې دوی دې اټومي وسلې ولري. همدا. آیا دا ډیره لویه غوښتنه ده؟»‍‍‍

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب