1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ تر ټپي کیدو وروسته په لومړي ځل راڅرګند شو

۱۴۰۳ تیر ۲۶, سه‌شنبه

د امريکا پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ تر ټپي کیدو وروسته د جمهوري غوښتنونکو ملي کنګره کې راڅرګند شو او سناتور وانس یې د خپل مرستيال په توګه وټاکه.

د جمهوري غوښتونکو په ملي کنواسيون کې دونالد ترمپ له سناتور وانس سره
ترمپ تر ټپي کیدو وروسته په لومړي ځل راڅرګند شوانځور: Andrew Kelly/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر دونالد ترمپ، چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جولای ۱۳) د يوه بريد په ترڅ کې ټپي شوی وو، د جمهوري غوښتونکو په ملي کنګره (آر ان سي) کې یې ګډون وکړ. دا لومړی ځل وو چې هغه تر ټپي کيدو وروسته په داسې حال کې په عام محضر کې راڅرګند شو چې غوږ یې پټۍ شوی او پانسمان شوی وو.

ترمپ، چې د نوامبر میاشتې د ولسمشریزو ټاکنو له پاره یې کمپاين کاوه، په پنسلوانيا ايالت کې د غونډې په ترڅ کې پرې فايرونه وشول او پر غوږ ټپی شو.

په دغه بريد کې يو کس ووژل شو او دوه نور ټپيان شول. هغه کس چې له يوه ليري بام څخه يې پر ترمپ ډزي کړي د «Secret Service» يا استخباراتي خدماتو د کارکوونکو له خوا په ډزو ووژل شو.

ترمپ، د جمهوري غوښتونکو د ملي کنګرې په ترڅ کې د اوهايو سناتور ۳۹ کلن جی. ډي. وانس، د خپل مرستيال په توګه وټاکه.

دونالد ترمپ، د وانس، په اړه د ټولنیزو رسنيو له لارې ويلي: «جی. ډي. وانس د هېواد په سمندري ځواک کې دنده لرلې، د اوهايو په پوهنتون کې یې لوړې زده کړې او په دوو کلونو کې يې په ښه شان سره بشپړې کړي او د « Yale Law School» څخه فارع شوی دی. هغه په ياد پوهنتون کې د مجلې مدير وو او همدا راز د پخوانيو عسکرو د ټولنې مشر.»

ترمپ همدا راز زياته کړې ده چې «جی .ډي. د تکنالوژۍ سوداګرۍ او د مالياتو په برخه کې ښه مسلکي سفر لرلی دی او اوس به د ټاکنیزې مبارزې په ترڅ کې پر هغو خلکو په قوت سره تمرکز وکړي چې ده ورته کلکه مبارزه کړې ده يعني په پنسلوانيا، اوهايو، مېنيسوتا او ډېرو نورو ايالتونو کې پر امريکايي کارګرو او بزګرو.»

د جمهوري غوښتونکو رسمي کانديد

دونالد ترمپ، د وسکانسن په ملواکي کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنګره کې د استازو د کافي رايو په ترلاسه کولو سره د جمهوري غوښتونکي ګوند د ولسمشرۍ رسمي نوماند شو.

له فلوريدا څخه راغلي پلاوي دغه هدف ته په رسېدو کې له لومړي سره مرسته وکړه.

د دې پلاوي په استازيتوب د ترمپ زوی ايرک ترمپ، خبرې وکړې چې ترڅنګ یې د نوموړي نور اولادونه هم ناست ول.

په دې غونډه کې د نوماند په توګه د ترمپ غوره کولو يوازې سمبوليک ارزښت درلود.

بايدن وايي له ترمپ سره په به بل بحث په سپتمبر کې کوي

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن، د ان بي سي امريکايي نشراتي ادارې سره د خبرو په ترڅ کې وويل چې دی به له ترمپ سره د سپتمبر میاشتې له پاره په پلان شوي يوه بحث کې ګډون وکړي.

بايدن، وويل: «زه به ورسره هله بحث وکړم چې هغه [ترمپ] پرې موافقه وکړي. زه موافق يم چې له هغه سره په سپتمبر کې بحث وکړم.»

بايدن، تېره میاشت کې د دواړو کانديدانو ترمنځپه لومړۍ مناظره کې د خپلې کارګردګۍ له کبله له هغه وخت راهېسې له فشار او نيوکو سره مخامخ دی. کله چې له نوموړي په دې هکله وپوښتل شول نو ویې ويل: «وګورئ، ۱۴ میلیونو کسانو ماته رايه راکړې ده چې زه د ديموکرات ګوند کانديد شم او زه هغوی ته غوږ نيسم.» نوموړي په دې سره د کانديد د انتخاب له پاره د مقدماتي ټاکنو نتايجو ته اشاره وکړه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل