1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ ته په زهري موادو لړلی خط لیږل سوی

۱۳۹۹ شهریور ۳۰, یکشنبه

دغه خط مستقیمأ د جمهوررئیس ترمپ په ادرس لیږل سوی ؤ. په پاکټ کي ریسین زهري مواد وو، چي حتی لږه اندازه یې د مرګ سبب کیږي.

US Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/CNP/A. Drago

لکه څنګه چي د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیسو اف بي ای تایید کړې ده، یوه نامعلومه کس په واشنګټن کي د سپيني ماڼۍ په ادرس خط لیږلی ؤ چي په زهري موادو ریسین لړل سوی ؤ. خط شخصأ د جمهور رئیس ترمپ په ادرس لیږل سوی ؤ او په همدې اوونۍ کي تثبیت سو. د سپيني ماڼۍ په ادرس ټوله پُست، مخکي تر دې چي جمهور رئیس او د سپيني ماڼۍ نورو کارکونکو ته ورسیږي، د کلونو راهیسي یو بل ځای تنظمیږي او پلټل کيږي.

اف بي ای: د عامه امنیت لپاره هیڅ خطر نسته

د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼي د پلټونکو په حواله لیکلي دي، چي دغه خط د کاناډا څخه رااستول سوی ؤ. امنیتيي مقاماتو غوښتل معلومه کړي، چي ایا نور په زهري موادو لړل سوي خطونه هم رااستول کیږي. په همدې حال کي د امریکا فدرالي پولیسو، اف بي ای ټینګار کړی دی چي په دې سره د امریکا د عامه امنیت دپاره هیڅ کوم خطر وجود نه لري.

په ۲۰۱۸ م کال کي د امریکا د بحري قواوو یو پخوانی عسکر ونیول سو، چي وروسته یې اعتراف وکړ، په ريسین زهري موادو لړل سوي خطونه یې د جمهور رئیس ترمپ، د اف بي ای رئیس، کریستوفر ورای، د پخواني دفاع وزیر، جیم ماتیس، د سي ای اې د پخوانۍ رئیسې، جینا هسپیل او نورو اشخاصو په نامه یې لیږلي دي. دغه خطونه هم په خپل وخت کي تثبیت او هیڅوک ورڅخه متضرره نه سو.

په ۲۰۱۴ م کال کي د امریکا له مسي سي پي ایالت څخه یوتن ترهغه وروسته په ۱۸ کاله بند محکوم سو، کله چي یې ومنله، د هغه وخت د جمهور رئیس بارک اوباما او د نیویارک د ښاروال مایکل بلوم بیرګ په نامه یې په ریسین زهري موادو لړل سوي خطونه لیږلي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل