ترمپ د محکمې پر حکم سربيره د بوستن د بريدگر اعدام غواړي
۱۳۹۹ مرداد ۱۳, دوشنبهد امريکا جمهور رئيس دونالد ترمپ د بوستن بمب ايښودونکي جوهر څارنايف د اعدام حکم پر لغوه کولو باندې انتقاد کړی دی. استناف محکمې د تيرې جمعې په ورځ د ناسم منصفه هيئت د ټاکلو احتمال ته په اشاره سره د اعدام حکم د لغوه کولو غوښتنه کړې ده.
په پام کې ده چې د څارنايف د سزا ټاکلو له پاره بله محکمه پريکړه وکړي، خو اوس ترمپ د څارنايف په دوسيې کې په مداخلې سره غوښتي دي چي بيا دي د څارنايف د په اعدام محکومولو حکم وشي.
ترمپ په يوه تيوتري پيغام کي اعلان کړی: «ډير لږ کسان د بوستن د بمب ايښوونکي په اندازه د مرگ د مجازاتو مستحق دي.» هغه دغه راز ټينګار کړی دی چې د امريکا وگړي د استناف محکمې حکم نه شي منلای.
جوهر څارنايف د ۲۰۱۳م کال په اپريل مياشت کې له خپل ورور تيمورلنګ، سره د بوستن د ځغاستې مسابقې وروستۍ ليکې ته نږدې دوه بمبه ځای پر ځای کړي وو. تيمورلنګ تر دغې بريد څو ورځې وروسته د امريکا پوليسو له خوا ووژل شو.
د بوستن مسابقې مراسمو په بهير کې د دغه بمبې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او تر ۲۶۴ زيات ټپيان شوې ول. د بوستن بمب ايښودونه د ۲۰۰۱م کال تر ترهګري بريدونو وروسته تر ټولو سخت ترهگر بريد بلل کيږي.
څارنايف په خپل دغه اقدام له اعتراف څخه وروسته د کلرادو امنيتي زندان ته انتقال شو او له دغه ترهګر بريد څخه دوه کاله وروسته يوې محکمې هغه د اعدام په سزا محکوم کړ.
د اعدام حکم د تجديد احتمال
د جمعي په ورځ يوې استناف محکمې په چيچن کې زېږېدلي دغه امريکاي تبع د اعدام حکم لغوه کړ. په استناف محکمه کي درو فدرالي قاضيانو پر څارنايف باندې د لګيدلو تورونو د ډيري برخې په منلو سره يې بيا هم د هغه د اعدام حکم لغوه کړی وو. هغوی غوښتنه کړې چې د څارنايف ته د سزا ټاکلو له پاره دې بله محکمه راوبلل شي.
قاضيانو د خپل حکم د توضيح په برخه کي څارنايف ته د اعدام سزا ټاکلو په برخه کي د منصفه هيئت د بې طرفۍ په اړه شک ښوولی دی.
له همدې کبله د هغه د دوسيې له پاره بله نوي محکمه الزامي شوې. اوس له نوي محکمې څخه د دونالد ترمپ غوښتنې ته په پام سره، دا احتمال شته چې د هغه د اعدام حکم بيا تائيد شې.