1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترمپ د افغان سولې له پر حتمي اوربند ټینګار کړی»

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې د امريکا متحده ایالاتو له ولسشمر دونالد ترمپ سره تيلفوني خبرې کړې دي. ترمپ د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره هم ټيلفوني خبري کړي دي.

Symbolbild Donald Trump am Telefon
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره تيلفوني خبري کړي دي. ترمپ په دغې تيلفوني اړيکه کې له دواړو خواوو د طالبانو له بند څخه د امريکايي پوهتون د دوو استادانو د خوشي کيدو په اړه له مننه کړې ده.

د ارګ څخه په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې «په دغې تفصیلي تيلفوني اړيکه کې د دواړو هيوادونو ولسمشرانو د سولې پروسې او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پرمختګونو» بحث او خبرې شوي دي.

دغه راز په دغې تيلفوني اړيکه کې د امريکا ولسمشر له افغان ولسمشر څخه په ورستيو ورځو کې د طالبانو له بند څخه په کابل کې د امريکايي پوهتون د دوو استادانو د خوشي کيدو په اړه مننه کړې ده.

د ارګ په اعلاميه کې زياته شوي چې دواړو ولسمشرانو د افغان امنيتي ځواکونو د پرمختګونو، په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د داعش تروريستي ډلې د ماتول ستايلي دي.

 په دغې تيلفوني تماس کې د سولې پر پروسې هم خبرې شوي دي. په اعلاميه کې ويل شوي چې افغان ولسمشر غني د سولې د اووه ماديز پلان په اړه ترمپ ته معلومات ورکړي دي. ترمپ په مقابل کې »د سولې له پاره د يو اساسي شرط په توګه پر يو حتمي اوربند باندې ټينګار کړی دی.«

زياته شوې چې د امريکا ولسمشر دونالد په دغې تيلفوني اړيکه کې غني ته متحده ايالاتو ته د يوه رسمي  سفر بلنه ورکړې ده، چې هغه د افغانستان د جمهور رئیس له لوري منل شوې ده.

ترمپ په يوه جلا ټيلفوني اړيکه کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم خبرې کړي او له هغه څخه يې د امريکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کيدو په برخه کې د مرستو او آسانتیاو د برابرو په اړه مننه کړې ده. دغه دوه استادان په ۲۰۱۶م کال کې د طالبانو له خوا نيول شوي وو.

په قطر کې د افغان مشرانو او طالبانو د غوندې يو انځورانځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د افغان سولې په تړاو تر اوسه د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر هيواد کې ۹ پړاو خبرې اترې ترسره شوي دي. خو دغه خبرې اترې په سپتامبر مياشت کې د متحده ايالاتو ولسمشر ختمې کړې. ترمپ له طالبانو سره خبرې اترې وروسته له هغې لغوه اعلان کړې چې په کابل کې د طالبانو په يوه بريد کې د يوه امريکايي سرتيري په ګدون شاوخوا لس تنه ووژل شول. د امريکا او طالب استازو تر منځ د خبرو اترو دغه لړۍ په داسې حال کې ودرول شوه چې دواړه لورې يوه احتمالي توافق ته نژدې شوي وو.

که څه هم افغان حکومت په افغانستان کې د سولې او پخلاينه له پاره يو څه نرم دريځ غوره کړی، خو طالبانو تر اوسه له دغه حکومت سره مخامخ خبرې رد کړي دي.

د افغان سولې په تړاو تر دې دمه د افغان سياستوالو او طالبانو تر منځ په قطر او ماسکو کې هم غونډې ترسره شوي دي. په ورستيو کې چين هم د افغان سولې په تړاو د يوې ناستې کوربتوب ته چمتوالی ښوولی دی. چين په دغې غونډه کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړې او تمه ده چې افغان حکومت به هم خپل پلاوی ورواستوي. خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې دغه غونډه به څه وخت ترسره کيږي.

 ارګ وايي افغان ولسمشر اشرف غني خپل دوه ورځني سفر څخه د جمعې ورځې په سهار بيرته کابل ته راستون شو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل