1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د امريکا او ايران ترمنځ د جګړې تمه نه لرم

۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه

ترمپ د نوي کال په جشن کې وويل چې هغه د سولې پلوی دی او تمه نه لري چې د امريکا او ايران ترمنځ جګړه رامنځ ته شي. ترمپ تر دې څو ساعته مخکې ويلي وو چې د ايران له پاره به په بغداد کې د امريکا پر سفارت حمله په لوړه بيه پرېوځي.

Washington Donald Trump Rede White House Mental Health Gipfel
انځور: Getty Images/D. Angerer

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، چې د نوی ميلادي کال د رخصتي له پاره فلوريدا ايالت ته تللی وو، خبريالانو ته يې د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ وويل چې تمه نه لري د امريکا متحده ايالاتو او ايران ترمنځ دې جګړه رامنځ ته شي.

د امريکا ولسمشر ټينګار وکړ چې د هغه «سوله خوښيږي» او زياته يې کړه چې فکر نه کوي جګړه به د ايران له پاره هم يوه ښه نظريه وي. ترمپ وويل چې هغه په دې بارو دی چې داسې يو څه به پيښ نه شي. د امريکا متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر وخت د ليبيا په بنغازي کې هم اعتراض کونکو د امريکا پر سفارت باندې حمله کړې وه. ترمپ د بنغازي او بغداد حملو په يادونې سره وويل چې نور به د بنغازي پيښه تکرار نه شي.

ترمپ تر دغو څرګندونو څو ساعته مخکې ايران ته په بغداد کې د امريکا پر سفارت د اعتراض کونکو د حملې په تړاو ګواښ کړی وو.

ترمپ په دې اړه ليکلي وو: «هغوی (ايران) به لوړه بيه پرې کړي. دا يو خبرداری نه دی، بلکې يو ګواښ دی. نوی کال مو مبارک شه!»

په عراق کې د امريکا سفارت مخته مظاهرېانځور: AP/K. Mohammed

د امريکا ولسمشر وويل چې د هر ډول احتمالي تلفاتو او همدا ډول د امريکا په مرکزونو او موسساتو کې د رامنځ ته کيدونکو زيانونو بشپړ مسئول به ايران وي.

د شنبې په ورځ (د دسمبر ۳۱) په عراق کې د امريکا سفارت مخې ته يوه ډله اعتراض کونکي راټول شوي ول. دغه اعتراض کونکي په عراق کې د کتائب حزب الله مليشو پر هستوګنځايونو د امريکا د حملو په اعتراض کې راټول شوي ول. ياده ډله د ايران له خوا ملاتړ کيږي.

اعتراض کونکي چې ډيرو يې پوځي جامې اغوستې وې، په سر کې ېې د امريکا بيرغ وسوځاوه او بيا يې د امريکا پر سفارت باندې حمله وکړه چې په ترڅ کې يې د سفارت د ديوال يوې برخې ته زيان واړاوه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو پر ټويټر باندې په عراق کې د شيعه مذهبه مليشه ډلو د مشرانو انځورونه خپاره کړل او ورسره ېې وليکل: «د تروريستانو له خوا د نن ورځې [سه شنبې] حمله، د ابو مهدي مهندس او قیس خزعلي په څير سازمان شوې وه چې د هادي عامري او فالح الفياض، چې په عراق کې د ايران نيابتي ځواکونه دي، ملاتړ يې درلود.»

خو ايراني چارواکو د امريکا دغه تورونه چې ګواکې ايران په عراق کې د امريکا پر سفارت د اعتراض کونکو په حمله کې لاس لري لري، رد کړي او هغه يې د امريکا «يوه د اسنادو پرته» ادعا ښودلې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب