1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د امريکا د درو ايالتونو د «آزادولو» ږغ کړی

۱۳۹۹ فروردین ۳۰, شنبه

د امریکا ولسمشر په یوه تویتري پيغام کې له خپلو پلویانو غوښتي دي چې د متحده ايالاتو هغه درې ايالتونه آزاد کړي چي والیان یې دیموکراتان او د محدوديتونو پلويان دي.

USA | Coronavirus | US-Präsident Donald Trump
انځور: Reuters/L. Millis

د امریکا دریو ایالتونو میشیګان، ویرجینیا او مينه سوتا چې والیان یا ګورنران یې دیموکراتان دي له کرونا ویروس سره د مقابلې په خاطر د خلکو پر تګ راتګ شدید محدودیتونه وضع کړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په څو پرله پسې قهرجنو تویتري پيغامونو کې له خپلو پلویانو غوښتي دي چې په دغو ایالتونو کې دې محدودیتونه لیري کړي.

هغه په درې بیلابیلو تویتونو کې لیکلي دي: مینه سوتا آزاد کړئ، میشګیان آزاد کړئ، ویرجینیا آزاد کړئ. ترمپ حتی په دې تویت کې د ویرجینیا ایالت محاصره بللی دی.

د دغو دریو ایالتونو والیانو ویلي دي چې محدودیتونه به لږ تر لږه د اپریل میاشتې تر پایه پورې دوام پيدا کړي.

ترمپ په یو له دغو تویتونو کې د اساسي قانون دویمې مادې متمم ته اشاره کړې ده چې په هغې کې د وسلې لرل د مدني آزادیو د ساتنې په موخه د اتباعو د حق په توګه په رسمیت پيژندل شوی دی.

په تیرو څو ورځو کې د امریکا په ځينو ایالتونو کې د هغو له جملې څخه په میشیګان او مینه سوتا کې خلک سړکونو ته ووتل او د قرنطين د دوام پر ضد یې مظاهرې وکړې.

ترمپ مخکې تر دې تویتونو د کاروباري او حکومتي ادارو د فعالیت له پاره د مرکزي حکومت نوې تګلاره وړاندې کړې وه. دا د ایالتونو د مشرانو پورې اړه پيدا کوي چې د محدودیتونو د کمولو پریکړه کوي او یا دا چې محدودیتونه به همداسې ادامه پيدا کړي.

د رسمي شمیرو له مخې په امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر مخ په زياتېدو دی.

د کرونا پر موضوع  يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب