دونالد ترمپ په خپله ټولنيزه شبکه »تروت سوشل« کي ليکلي دي: »د نورو هيوادونو د ازموينو پروګرامونو له امله، ما د جګړې وزارت ته امر کړی دی چي په مساوي کچه د اټومي وسلو ازموينه پيل کړي.«
هغه زياته کړې ده چي دا پروسه به سمدلاسه پيل سي، خو دا يې ونه ويل چي څه ډول وسلې به ازمول کيږي.
دغه اعلاميه لږ مخکي له هغه خپره سوه چي ترمپ په جنوبي کوريا کي د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره وليدل. ترمپ په دغه لیدنه کي د اټومي ازموينو په اړه د يوه خبريال پوښتني ته له ځواب ويلو څخه ډډه وکړه.
دغه خبر څو ورځي وروسته له هغه خپريږي چي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د خپل هيواد له پوځي قوماندانانو سره د يو غونډي په ترڅ کي د «بورووستنيک» په نوم اوږد واټن ويشتونکي کروز توغندی د ازمويني برياليتوب تائيد کړ.
د ترمپ د اعلان په جواب کي، د چين د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړه چي امريکا متحده ايالات به د اټومي ازموينو د بندولو او د ازموينو د بنديز تړون په اړه خپلو ژمنو ته پابنده وي.
په ۳۰ کلونو کي لومړی ازموينه
اندېښنې دي چي که امريکا متحده ايالات تر ۳۰ کلونو څخه زيات وخت وروسته بيا اټومي ازموينه وکړي، نو کيدای سي نور اټومي ځواکونه به هم ورته اقدام وکړي.
د امريکا وروستۍ اټومي ازموينه په ۱۹۹۲م کال کي په نيواډا کي د ملي امنيت د تاسيساتو په اوسني ځای کي وسوه.
د کانګرس د تحقيقاتي ادارې پر اساس، امريکا متحده ايالاتو په دې ځای کي د اټومي ازموینو د بيا پيلولو وړتيا ساتلې ده او ولسمشر کولای سي تر ځانګړو شرايطو لاندي د داسي ازموينو اجازه ورکړي.
د ترمپ تر دغه اعلان وروسته د امریکا متحده ايالاتو په کانګرس کي مخالفت راپورته سو. د نوادا د ديموکراتانو استازي دينا تايتوس، په ايکس شبکه کي وليکل: »هيڅکله نه. زه به ددغه اقدام د درولو له پاره قانوني لايحه وړاندي کړم.«
کوم هيواد ډېري اټومي وسلې لري؟
د ستاکهولم د سولي نړیوال څېړنيز انستيتيوت د راپور له مخي، ۹ هيوادونه په اټومي وسلو سمبال دي: امريکا متحده ايالات، چين، روسيه، انګلستان، فرانسه، هند، پاکستان، شمالي کوريا او اسرائيل.
ترمپ په خپل پوست کي ادعا وکړه چي امريکا متحده ايالات د بل هر هيواد په پرتله تر ټولو ډېري اټومي وسلې لري، خو د اټومي وسلو د له منځه وړلو نړيوال کمپاين په وينا، روسيه د تر ۵۵۰۰ زياتو اټومي سرګلولو په لرلو سره تر ټولو ډېري اټومي وسلې لري، خو امریکا ۵۰۴۴ اټومي سرګلولې لري.
له آرشیف څخه (15.06.2020)
اوس د نړۍ کوم هیواد څومره اټومي وسلې لري؟
د سپيري د تازه رپوټ په حواله، اوس په نړۍ کې د اټومي وسلو شمیر کم شوی دی، خو د اټومې وسلو درلودونکي هیوادونه خپل اټومي بمونه لا عصري او وژونکي کوي. دا چې کوم هیواد څومره اټومي بمونه لري، په انځوريز رپوټ کې يې ولولئ!
انځور: Getty Images/AFP/J. Samadد سپيرې رپوټ وايي چې اوس مهال روسيه د نړۍ په سطحه تر ټولو ډيرې يعنې ۶۳۷۵ اټومې وسلې لري. روسيې اوس مهال ۱۵۷۰ اټومې وسلې نصب کړې هم دي. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره ۱۹۴۹م کال کي اټومې آزموينه کړې وه. په ۲۰۱۵م کې روسيې ۸۰۰۰ اټومې وسلې درولودلې. سپرې دا هم ويلی دی چې روسیه او امريکا نوې او قیمتي اټومې وسلې تولیدوي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Anotonov د سپيري په حواله، امريکا اوس مهال ۵۸۰۰ اټومې وسلې لري چې ۱۷۵۰ يې نصب کړل شوي هم دي. امريکا په لومړي ځل په ۱۹۴۵م کال کې خپله اټومي آزموينه وکړه چې يو څه موده وروسته يې د جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي ښارونو اټومې بمونه استعمال کړل. د ترمپ اداره اوس د اټومي وسلو پر عصری کولو کار کوي. امريکا د ۲۰۱۹م کال راهیسې د اتومي وسلو د ذخیرو په اړه د معلوماتو خپرول درولي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/C. Riedelاټکل کيږي چې چين اوس مهال ۳۲۰ اټومي بمونه لري او د سيپرې رپوټ په حواله چین هم اوسمهال د خپلو اټومي وسلو سيستم پر لا عصري کولو کار کوي. چين د آسيا تر ټولو بډای هيواد دی او د نړۍ په سطحه تر ټولو ستر پوځ لري. خو پوځي واقعي وړتيا په اړه يې او دا چې څومره نصب کړې اټومې وسلي لرې، معلومات نشته. چين خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په کال ۱۹۶۴ کې کړې وه.
انځور: picture alliance/Xinhua/L. Binد اروپا په سطحه تر ټولو ډيره اټومې وسله فرانسه لري. شمیر يې ۲۹۰ ښودل شوی دی چې له ډلې څخه يې ۲۸۰ يې نصب کړل شوي دي. فرانسې په ۱۹۶۰م کال کې د اټومي وسلو جوړولو تکنالوژي ته لاسرسی پيدا کړ. سيپرې وايي چې فرانسه اوس هم تر يوه حده پورې د خپلو اټومي وسلو په اړه معلومات خپروي.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunetبريتانيا خپله لومړنۍ اټومي آزموینه په ۱۹۵۲م کال کې ترسره کړه. بريټانيا چې د امریکا متحده ايالاتو نژدې دوست هیواد دی، په ۲۱۵ شمیر کې اټومې وسلې لري چې ۱۲۰ يې نصب کړل شوي دي. دغه هیواد ويلي دی چې د خپلو اټومي وسلو زیرمه يې لږ کړې او ۱۸۰ ته يې راښکته کړې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/Poa/British Ministry of Defence/T. Mcdonalد پاکستان د اټومي وسلو شمیر ۱۶۰ ته رسیږي. د سيپري په حواله، وروسته له هغې چې پاکستان په ۱۹۹۸م کال کې اټومي بم جوړ کړ، دغه هیواد او هند د مختلفو اټومي وسلو تولید ته زور ورکړ. د پاکستان او هندوستان په حواله د دوی د اټومي وسلي يوازې د دفاعی مقصدونو له پاره دي. دغه دوه هیوادونه چې ښه مناسبات نه لري، د چارو کارپوهان وايي که تر منځ يې جګړه ونښلی نو په اټومي جګړه هم بدلیدلای شي.
انځور: picture-alliance/APهندوستان د ۱۵۰ اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په ۱۹۷۴م کال کي او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې وکړه. هند ژمنه کړې چې له چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو پر لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه کوي. پاکستان او هند د خپلو توغندیزو آزموينو په اړه معلومات خپروي، خو د اټومي وسلو په اړه يې ډير لږ معلومات خپاره کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Swarupهندوستان تر ۱۱۰ پورې اټومي بمونه لري. هند خپله لومړنۍ اټومي آزموينه په کال ۱۹۷۴ او دوهمه يې ۱۹۹۸ کې ترسره کړې ده. دغه هیواد ژمن دی چې چين او پاکستان سره د سرحدي ستونزو د لرلو سربیره به د خپلې خوا په لومړي ځل اټومې حملې نه ترسره کوي.
انځور: Reutersاسرائيل چې د ۱۹۴۸ تر ۱۹۷۳ کال پورې يې درې ځله له عربي هیوادونو سره جګړې کړې دي، د اټومي وسلو شمير يې ۹۰ ته رسیږي. اسرائيل د خپل سیاست له مخې اوس هم د خپلو اټومي پروګرامونو په اړه هيڅ معلومات نه خپروي.
انځور: Reuters/M. Kahanaشمالی کوریا له ۳۰ نه نيولې تر ۴۰ پورې اټومي وسلې لرې. تیر کال د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوريا رهبر کيم جونګ وليدل. تر دغې ليدنې وروسته شمالي کوريا د خپلو توغندويزو او اټومي آزموينو د درولو اعلان وکړ. که څه هم د شمالي کوريا اصلي ستونزه له سويلي کوریا سره ده، خو بیا هم لويديځ د دغه هيواد له اټومي پروګرام څخه انديښنه لري.
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/KCNA/Korea News Service د ملګرو ملتونو له خوا پر لګول شوو تحریمونو سربیره، شمالي کوريا په ۲۰۰۶م کال کې د اټومي وسلو یوه آزموینه ترسره کړې وه.
انځور: Reuters