1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د ایران هر برید ته زرچنده شدید ځواب ورکوو

۱۳۹۹ شهریور ۲۵, سه‌شنبه

په جنوبي افریقا کې د امریکا پر سفیرې د ایران د ترهګریز برید پلان په اړه د «پولیتیکو» رپوټ، د دونالد ترمپ د غبرګون سبب شوی دی. د امریکا ولسمشر په يوه تويت کې ایران په «زر برابره لوی» حملې ګواښلی دی.

USA Präsident Donald Trump Wahlkampf 2020
انځور: Reuters/J. Ernst

د ایران له خوا د سویلي افریقا هیواد په پلازمېنه پرېتوریا کې د امریکا د سفیرې لانا مارکس، د ترور کولو طرحې په هکله يو رپوټ، د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د شديد غبرگون باعث شوی دی.

ترمپ د سه شنبې په ورځ په دې اړه په یوه تویت کې لیکلي دي: «د رسنیو د رپوټونو په حواله، ایران شاید پلان ولري چې د تروریستانو د رهبر سلیماني د وژنې په خاطر چې پر امریکایي سرتیرو د برید اراده یي درلوده او ډیر کلونه د وژنو او رنځ ورکونې سبب شوی، د امریکا پر وړاندې یو ترهګریز یا د بل ډول برید اقدام وکړي.»

دونالد ترمپ د دې تویت په بشپړ پست کې لیکلي دي: «د ایران له خوا هر برید چې په هر شکل د امریکا پر وړاندې  ترسره شي، زمونږ له زر واره لا شدید برید سره به ځواب شي.»

د «پولیتیکو» رپوټ

د «پولیتیکو» خبریال د امریکا استخباراتي سازمانونو او هغو کسانو په حواله چې دغه اسناد یي لیدلي دي، د ایران له خوا د امریکا پر سیاسي، نظامیانو او حتی قضایي استازو د احتمالي برید په اړه یو اختصاصي رپوټ خپور کړی دی.

په دې رپوټ کې راغلي دي چې په پرېتوریا کې د ایران په سفارت کې مخفي شبکې جوړې شوي دي او په هغې کې په جنوبي افریقا کې د امریکا پر ۶۶ کلنې سفیرې لانا مارکس د برید د پروګرام خبره شوې ده.

ویل شوي دې چې د دې ترهګریز برید د پروګرام عملي کیدل څو میاشتې مخکې پلان شوی وو، خو هغه خبرونه چې د امریکا اطلاعتي سازمانونو په تیرو اونیو کې ترلاسه کړي دي، د دې پلان د عملي کیدو د احتمال زیاتیدو کیسه کوي.

د «سنتکام» قوماندان جنرال کنت مک کنزي، د تیرې چهارشنبې په ورځ په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران د مستقیم یا غیر مستقیم بریدونو د زیاتیدو احتمال خبر ورکړی وو. د «پولیتیکو» په رپوټ کې حتی راغلي وو چې پخپله مک کنزي یو له هغو کسانو څخه وو چې د ایران د ترور لیست په لومړي سر کې یي قرار درلود.

په جنوبي افریقا کې د امریکا سفیره لانا مارکسانځور: picture-alliance/AP Photo/Palm Beach Post/M. McCarthy

مک کنزي په خپل وروستي رپوټ کې ویلي وو چې په سیمه کې د امریکا پر ګټو او اډو د ایران د برید پروګرام د څرنګوالي په هکله دقیقه اطلاع نه لري، خو ټينګار یې کړی دی چې امریکایي ځواکونه د دا ډول ګواښونو پر وړاندې بشپړه امادګي لري.

د پولیتیکو رپوټ تر خپریدو وروسته د نړیوالو رسنیو ډیر پام راجلب کړ. د دونالد ترمپ وروستي تویتري پوستونه دې رپوټونو پورې ارتباط پيدا کوي.

ویل کیږي چې د ایران د سپاه قدس د مشر قاسم سلیماني د موټرو پر کاروان تر برید وروسته ایران له امریکا څخه د غچ اخیستلو په فکر کې دی.

پولیتیکو په خپل رپوټ کې لیکلي دي په هغه صورت کې چې ایران خپل د برید پلان عملي کړي، ترمپ به اړ شي چې د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په جریان کې د هغه برید پر وړاندې غبرګون ښکاره کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ ب. ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب