1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ایران پر وړاندې د «ماشې میکانیزم» د فعالولو خبر ورکړی

۱۳۹۹ مرداد ۲۶, یکشنبه

د امنیت په شورا کې پر ایران د وسلو بندیز د غځولو اړوند د مسودې تر ماتې وروسته، امریکا د ماشې مکانیزم فعاله کړی دی. ترمپ د ایران په اټومي شخړه کې د پوتین د منځګړتوب په وړاندې هم سوړ غبرګون ښودلی دی.

USA | US-Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Walsh

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې پر ایران د وسلو د بندیز غځولو اړوند د امریکا د هڅو تر ناکامه کیدو دوه ورځې وروسته دونالد ترمپ د خپل هیواد د وروستي ګام خبر ورکړی دی.

د رویټرز خبري آژانس د یکشنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۶ نیټه) د روسيې د ولسمشر د وړانديز (له ايران سره د پنځه جمع يو هېوادونو د مشرانو د فوق العاده غونډې د دايرولو اړوند) په باب د دونالد ترمپ د غبرګون په اړه رپوټ ورکړی دی.

پوتین د آلمان په ګډون د ټولو هغو هیوادونو چې د امنیت په شورا کې د رای حق لري له ایران سره د اټومي شخړې په هکله د یوې فوق العاده ناستې غوښتنه کړې وه. داسې یوه غونډه چې ټاکل شوې وه ایران هم په کې ګډون ولري.
ترمپ د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې پوښتنه یي کړې وه چې آیا د امریکا ولسمشر به هم په داسې یوه غونډه کې ګډون وکړي او که نه ویلي دي: «احتمالا نه.»

ترمپ د ایران د وسلو بندیز د پای ته رسیدو په اړه د خپلو خبرو په دوام کې ویلي دي: «مونږ د ماشې له میکانیزم څخه استفاده کوو. تاسې به راتلونکې اونۍ د دې موضوع شاهدان اوسئ.»

د ماشې میکانیزم، له ایران سره د پنځه جمع یو هیوادونو د ۲۰۱۵ م کال په اټومي موافقتنامه کې پیش بیني شوې تګلاره ده. د دې تګلارې په اساس، هرکله که یو له زیربطه هیوادونو څخه په اټومي موافقتنامه کې له خپلو ژمنو څخه انحراف وکړي، مقابل لوری به هم د موافقتنامې له تعهداتو څخه د انحراف کولو یا فاصلې نیولو حق ولري.«نړۍ د اټومي وسلو د نوي مسابقې له ګواښ سره مخ ده»

د رویټرز خبري آژانس د خپل رپوټ په دوام کې په ۲۰۱۸ م کال کې د ایران له اټومي موافقتنامې څخه د امریکا وتلو ته په اشارې سره، له دې میکانیزم څخه د امریکا د استفادې کولو د حق په ارتباط شک څرګند کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د ایران د وسلو بندیز د روان کال په اکتوبر میاشت کې پای ته رسیږي. امریکا اعلان کړی دی چې ایران ته به د وسلو د پیر او پلور حق ور نه کړي.

د پوتین وړاندیز
چین او روسیي د امنیت په شورا کې پر ایران د وسلو د بندیز غځولو پریکړه لیک مسودې ته منفي رایه ورکړې وه. وروسته له هغې ولادیمیر پوتین د اټومي موافقتنامې د ژغورنې له پاره د یوې فوق العاده غونډې د دایرولو غوښتنه کړې وه. هغه غونډه چې ټاکل شوې وه د ۲۰۱۵م کال په اټومي موافقه کې ټول ګډون کونکي هیوادونه په کې حضور ولري.
د فرانسې د جمهوري ریاست دفتر اعلان کړی دی چې ولسمشر امانوئل مکرون په داسې یوه غونډه کې له ګډون کولو سره هیڅ مخالفت نه لري.

خو د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې دغه هیواد په اوس وخت کې نه شي کولی په واضح ډول دې وړاندیز ته ځواب ووایي. آلمان د دې وړاندیز د لا زیاتو جزویاتو د روښانه کیدو غوښتنه کړې ده.

بل لور ته د فرانسې خبري آژانس هم د کارپوهانو په حواله یو رپوټ خپور کړی دی چې امریکا په آګاهانه توګه پر ایران د وسلو بندیز غځولو پریکړه لیک د امنیت شورا ته وړاندی کړی دی.
د دې ډلې کارپوهانو په وینا امریکا له خپل دې اقدام سره په دې هڅه کې وو چې اټومي موافقتنامه په بشپړ ډول له ماتې سره مخامخ کړي. او له دې لارې ایران له اټومي موافقتنامې څخه وتلو ته اړ کړي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د بندیزونو د سختولو او غځولو په پایله کې، ایران هم ګام په ګام د اټومي موافقې له پیش بیني شویو ژمنو څخه فاصله نیولې ده، او د یورانیمو د زیرمو کچه او د هغې د غني کولو درجه یي زیاته کړې ده.
دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب