1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د تر ټولو ستر توغندي د جوړولو اعلان وکړ

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبه

روسیې د ۲۰۱۹م کال په پای کې خپل تر ټولو لوی توغندی د استفادې له پاره تیار کړ. اوس دونالد ترمپ غواړي له هغې سره په رقابت کې په یوه لا زیات ستر توغندي سره، چې په خبره یې کولی شي دری برابره چټک پرواز وکړي غبرګون ښکاره کړي.

USA | Trump kündigt Entwicklung von „Super-Duper-Rakete“ an
انځور: picture-alliance/Consolidated News Photos/S. Corum

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ د څرګندونو له مخې د دغه هیواد نظامي ځواکونه داسې یو توغندی جوړوي چې د نړۍ تر ټولو چټک توغندی به وي. ترمپ په سپينه ماڼۍ کې د امریکا د فضایې ځواکونو د نوي بخش د بیرغونو د معرفي کولو پر مهال وویل چې ټاکل شوې ده دا به په امریکا کې د موجودو توغندیو په پرتله ۱۷ واره چټک پرواز ولري.

د ترمپ د څرګندونو په اساس دا به په نړۍ کې د ټولو موجودو توغندیو د بیلګې په توګه د روسي او چینایي توغندیو درې چنده تیز وي. نوموړي هغه Super-Duper-Rakete. یا «تیز او غافل کونکی» توغندی وباله.

ترمپ د امریکا متحده ایالاتو فضایي ځواکونه چې ټاکل شوې ده د دغه هیواد پوځ په فضایي شخړو کې مقابلې ته تیار کړي، د ۱۹۴۷م کال د دسمبر میاشتې را په دیخوا د لوموړي ځل له پاره د دغه هیواد د نظامي ځواکونو د یوې جلا برخې په توګه رامنځته کړ.

انځور: picture-alliance/dpa/A. Brandon

دغه فضایي ځواکونه د ځمکنیو ځواکونو، سمندري، هوایي، پلي بحري ځواکونو او ساحلي ګارد ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو د نظامي ځواکونو شپږمه جلا برخه ده.

د ترمپ نوي سیاره اي جنګیالي

ولسمشر په سپينه ماڼۍ کې د دغو فضایي ځواکونو د مهم نقش په اړه وویل: «فضاء به هم د دفاع او حملې ترڅنګ د نورو ډیرو مسائلو سره د راتلونکي وخت پیښو سره په ارتباط کې وي. د هغه څه په اساس چې ما اوریدلي دي او د رپوټونو پر بنسټ، مونږ له پخوانه په فضاء کې مخکښ یو.»

روسي پوځ د دسمبر میاشتې په پای کې د «Avantgarde» ډول، یو نوی توغندی د استفادې له پاره اماده کړ. د دغه هیواد د چارواکو په خبره د دې توغندي سرعت د صوت یا غږ د سرعت ۲۰ برابره چټک دی.

د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین په هغه وخت کې وویل چې دفاعي سیستمونه نه شي کولی د دې توغندي په مقابل کې خنډ رامنځته کړي. پوتین د ۲۰۱۸ م کال په مارچ میاشت کې د دې وسلې فعالول د امریکا د توغندیو د دفاعي سیستم په مقابل کې د غبرګون په توګه اعلان کړی وو.

dpa, ap) sn.aa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب