1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د سولې نوبل جایزې ته وړاندیز شوی

۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبه

د فوکس نیوز د رپوټ له مخې د ناروې د پارلمان یوه غړي دونالد ترمپ د اسرائیل او متحده عربي آماراتو ترمنځ د سولې په تړون کې د مرستې له کبله د ۲۰۲۱م کال د سولې نوبل جایزې ته وړاندیز کړی دی.

USA PK Trump im Weißen Haus
انځور: Reuters/L. Millis

دغه وړاندیز د ناروې د پارلمان د غړي کریستیان تایبرینګ یده، له لوري وړاندې شوی دی. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ په اګست میاشت کې د اسرائیل او متحده عربي آماراتو ترمنځ د سولې د تړون د رامنځ ته کیدو په برخه کې مرسته کړې وه.

تایبرینګ یده چې ښي اړخه سیاستوال دی او د څلورم ځل له پاره د ناروې د پارلمان غړيتوب لري له فوکس نیوز، سره په خبرو کې ویلي دي چې ترمپ د سولې د جایزې د زیاترو نوماندانو په پرتله د هیوادونو ترمنځ د سولې د راتلو په برخه کې ډیرې هڅې کړي.

د ناروې د پارلمان دغه غړي په ۲۰۱۸م کال کې د شمالي کوریا د واکمن کیم جونګ سره د ترمپ تر سرمشریزي وروسته هم د متحده ایالاتو ولسمشر دغې جایزې ته وړاندې کړی وو. خو هغه دغه جایزه نه وه ګټلې.

د سولې نوبل جایزې ته د سلګونو کسانو نومونه وړاندې کیدل

کله چې په ۲۰۱۹م کال کې د ایتوپیا لومړي وزیر آبې احمد، د نوبل سولې جایزه وګټله نو ترمپ دې ته اشاره کړې وه چې دی د دغه جایزې مستحق دی. د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ میاشتې کې ترمپ د څرګندونو پر مهال ادعا کړې وه چې ګواکې احمد، نه بلکی ده په دغه افریقایي هیواد کې د سولې د رامنځ ته کیدو په برخه کې مهم نقش لاره. ترمپ په رسمي ډول د ایتوپیا لومړي وزیر ته د سولې نوبل جایزې د ګټلو مبارکي نه وه ویلې.

د ۲۰۲۰م کال د سولې نوبل جایزې ته په ټوله کې د ۳۰۰ انفرادي کسانو او سازمانونو نومونه وړاندیز شوي دي، چې تر اوسه تر ټولو زیات شمیر دی. د سږنۍ جایزې ګټونکی به د اکتوبر په میاشت کې اعلان شي.

هر هغه کس چې په معیار پوره وي دغه جایزې ته وړاندیز کیدی شي، خو دغه سازمان په رسمي ډول تر پنځوسو کلونو پورې د نوماندانو لېست نه خپروي. د ناروې د نوبل کمېټه د ګټونکي په اړه پریکړه کوي. د ترمپ سلف بارک اوباما په ۲۰۰۹م کال کې دغه نړیواله جایزه ګټلې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب