ترمپ: د شمالي کوریا پر ضد په یوازي سر اقدام ممکن دی
۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبه
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر له «فایننشل ټایمز» ورځپاڼې سره په یوه مرکه شمالي کوریا ته ګواښ کړی دی. خو په دې اړه چې څرنګه به د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ختمولو له پاره اقدامات وکړي، جزئیات نه دي ورکړي.
دونالد ترمپ ویلي دي: «که چین د شمالي کوریا [ستونزه] حل نه کړي، موږ به دغه کار وکړو. دا ټول هغه څه دي چې زه یې تاسو ته وایم.»
ترمپ ویلي دي چې هغه خپله پریکړه کوي چې د ستراتیژیو په اړه څومره معلومات ورکوي.
ترمپ تر دې مخکې هم ویلي ول چې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د لیدنې پر مهال به د شمالي کوریا په اړه خبري وکړي. دواړه مشران به په روانه اوونۍ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو یو له بل سره وګوري.
ترمپ ویلي دي: «چین به پریکړه وکړي چې د شمالي کوریا په برخه کې به یا له موږ سره مرسته وکړي او یا به یې هم و نه کړي. که هغوی دا کار [د مرستې پریکړه] وکړي نو د دې هیواد له پاره به ډیر ښه و ي. خو که هغوی دغه شان یوه پریکړه و نه کړي نو دا به د هیچا له پاره ښه نه وي.»
د ترمپ ادارې د بهرنیو چارو چارواکو هم د چین په اړه ورته څرګندوني کړي دي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو استازي نیکي هالې، «روانه اوونۍ» سیاسي خپروني ته ویلي دي: «هغوی [چینایان] باید پر شمالي کوریا باندي فشار راوړي. یوازینی هیواد چې د شمالي کوریا مخه نیولی شي، چین دی، او هغوی په دې پوهیږي.»
د شمالي کوریا په اړه د امریکا څیړنه چمتو ده
امریکايي چارواکو ویلي دي چې د ترمپ ادارې د ملي امنیت چارواکو د امریکا متحدو ایالاتو د هغو امکاناتو څیړنه د یکشنبې په ورځ پای ته رسولې ده چې له مخې یې د شمالي کوریا د اتومي پروګرام د ختمولو په موخه، پر دغه هیواد باندې فشار راوړل کیدای شي.
په دغه څیړنه کې اقتصادي او پوځي لاري چاري څیړل شوې دي. خو پکښې د نویو بندیزونو او د چین له اړخه پر شمالي کوریا باندي د فشار راوړلو سپارښتنه شوې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، په مارچ میاشت کې ویلي ول چې د شمالي کوریا پر ضد پوځي اقدامات هم یو له انتخابونو څخه دی.
شمالي کوریا تر اوسه پوري پنځه اتومي آزمویني کړي دي. د دغو آزموینو دوې یې په ۲۰۱۶م کال کې ترسره شوې.
ارشيف: