د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د میشکین په ایالت کي له یوې فابریکې څخه د لیدلو پر حال بیا هم څه ناڅه د ماسک له تړلو ډډه وکړه، دا په داسي حال کي چي د نوموړي ایالت د عدلیې وزیري، دانا نیسل په کلکه د هغه د تړلو غوښتنه کړې وه. د رسنیو تصویریونو وښودل چي ترمپ څرنګه په ایپسیلانتي ښار کي له فورد فابریکې څخه لیدنه کوي، چیري چي د موټر جوړولو انجینیران د کرونا د بحران پر وخت تنفسي دستګاوي تولیدوي. نیسل د یوه لیک له لاري له ترمپ څخه په کلکه غوښتنه کړې وه چي په مشیینګن کي په اوس وخت کي د ماسکونو تړل اجباري دي. دا خبره د ټولو له پاره صدق کوي، که هغه د متحده ایالاتو رئیس جمهور هم وي.
د فابریکې رئیس به ولسمشر د ماسک تړلو ته هڅاوه
د نوموړي فابریکې رئیس ژورنالیستانو ته ویل چي ترمپ مخکي د فابریکې څخه د لیدلو پر مهال ماسک تړلی وو خو هغه نه غوښتل چي ژورنالیستان یې وویني او هغوی په اصطلاح خوشحاله کړي. ترمپ ټینګار کاوه چي هغه او د هغه سره په تماس کي خلک د کرونا تست کړی. له همدې کبله مجبور نه دی چی ماسک واغوندي. هغه ته ویل سوي، د فابریکې په هره برخه کي چي له ژورنالیستانو سره خبری کوي، مجبور نه دی چی ماسک وتړي. خو د فابریکې منیجرانو چی د ترمپ ملتیا کوله، د هغوی ټولو خولې او پزې په ماسکونو تړلي وې.
نیسل له فابریکې څخه د ترمپ تر ملاقات وروسته په تویتر کي ولیکل، ولسمشر پر بیا بیا غوښتنو سربیره، د ماسک له تړلو ډډه وکړه. هغه د مشینګن د اوسیدونکو د روغتیا په غم کی نه دی. د موټر جوړولو کارګرانو خبر ورکړی چي د کمپنۍ رئیس بیل فورډ هم ترمپ دې ته هڅاوه چی ماسک وتړي. هغه د فابریکې څخه د لیدلو پر مهال، د یوه لنډ وخت له پاره ماسک وتاړه خو وروسته یې بیرته ایسته کړ.
ترمپ د ژورنالیستانو په مخکي وویل چي هغه به د کرونا د ویروس د یوې دوهمي احتمالي څپې پر وخت بیاهم سخت تدابیر وضعه نه کړي. هغه زیاته کړه، موږ به په اصطلاح دغه اور مړ کړو او په هیواد کي به بندیزونه رامنځته نه کړو. هغه د نورو ایالتونو له ګورنرانو يا واليانو څخه غوښتنه وکړه چي بندیزونه راکم کړي تر څو د هیواد اقتصاد بیرته پر پښو ودریږي.
پر ورته موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
څوک وايی چې د ماسک په تړو مخ بدرنګه کيږي؟ په افريقا کې د مود او فيشن يو شمير طراحانو د ماسکونو په جوړولو کې مختلف ډيزاينونه ورزيات کړي، تر څو خلک وهڅوي د کرونا ناروغۍ د خپريدو پر ضد ماسکونه وکاروي. انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid مونيا لازالي يوه الجزايري ډيزاينره ده. هغې د سندغاړي « Joe Batoury » ماډل، په سلونو ماسکونه جوړ او مرسته کړي دي. په پورتنۍ عکس کې د لازالي د ماسکونو يوه نمونه لیدل کيږي. هغې دويچه ويلي ته ويلي وويل چې ماسک نشی کولای له فيشنه ځان جلا کړي او دغه کار خلک دې ته هڅوي چې ماسک وکاروي.
انځور: Mizo Ozim راونډا کې د ماسک له کمښت سره مبارزه راونډايي خياطه الکساندر نشيمي يمانا (په انځور کې له کيڼ لور څخه دوهمه) دويچه ويلې ته وويل چې د ماسک په جوړولو کې له رنګارنګه رختونه کار اخلي. هغه وايي هڅه ېې کړې چې د خپلو ماسکونو بيه د امکان تر حده ټيټه وساتي. هغه يو ماسک په نيم ډالر خرڅوي په داسې حال کې چې د راونډا په درملتونو کې يې بيه شاوخوا ۲ ډالره ده.
انځور: Alexander Bell Nshimiyimana لايبيريا – په يوه غشۍ دوه مرغان په لايبيريا کې د (Bombchel) په نوم د مود او فيشن يوه شرکت خپلو ټولو ښځينه کارکونکو ته د خودکفايي په برخه کې مرسته کوي او اوس ورته د ماسکونو ګڼدل ورښيي. دغه شرکت هغه رختونه چې ښکولي رنګونه لري خو فروشات نه، دغو ميرمنو ته ورکوي چې ماسکونه ورڅخه جوړ کړي. دې سره بامبچل شرکت په يوه غشي دوه مرغان ښکار کوي.
انځور: Marcelle Yhap په انځور کې دغه نارينه، کينيايي ډيزاينر «ډيويډ اويدو» دی. دی د «له ډيويډ په څير ښکارې» د نښې يا ليبل موسس دی. اويډو له مارچ مياشتې راهيسې کله چې په کينيا کې د کرونا وايروس لومړنۍ مثبته پيښه ثبت شوه، د ماسکونو پر جوړلو پيل وکړ. هغه تر اوسه په پلازمينه نايروبي او اطرافو کې يې څه باندې ۱۰ زره ماسکونه پر خلکو په وړيا ډول ويشلي دي.
انځور: Getty Images/AFP/G. Odhiambo د کامرون خويندې ډیزاينرانې «ګيوفاک» (کيڼ لور) او «ايدموند کيناګ» له رنګه ټوکرو داسې ماسکونه جوړوي چې د سترګو مخ ته يې د عينکو په څير روښانه پلاستيک هم کاروي. د کامرون هيواد دغو ډيزاينرانو خويندو د اپريل مياشتې له ۱۳مې، کله چې په کامرون کې د کرونا لومړنۍ مثبته پيښه ثبت شوه دغه نوښت پيل کړ. دوی وايي غواړي په دې کار سره د کرونا ويروس د خپريدو مخنيوی وکړي.
انځور: Edmonde Kennang تونسي ډيزاينره مريم رضا يوې ميرمن ته ماسک تړي. د تونس روغتونونه د ماسکونو له کمښت سره تر مخ کیدو وروسته، له مريم رضا سره په اړيکه کې شول. مريم رضا په دې برخه کې د (Miss Anais label) په نوم يو ورکشاپ په لاره واچاوه. هغه اوس له مرسته شوو رختونو څخه ماسکونه جوړوي او بيا هغه په روغتونو باندې يې په وړيا ويشي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaid