1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د نړیوال روغتیایي سازمان بودیجه ځنډولې ده

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

دونالد ترمپ د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي په برخه کې د نړیوال روغتیایي سازمان پر اقداماتو شدید انتقاد کړی او دا سازمان یي پړ بللی دی. ترمپ ويلي چې دغه سازمان د چین پر وړاندې له دوستانه چلند څخه کار اخیستی دي.

Washington Weißes Haus PK Coronavirus Trump
انځور: AFP/M. Ngan

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د کرونا ویروس د خپریدو په اړه په خپل ورځني کنفرانس کې وویل چې نړیوال روغتیایي سازمان ته مرستې یي په مؤقت ډول ځنډولي دي. دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان عمومي مونشي انتونیو ګوتېرش، د کرونا ویروس پر وړاندې د نړیولې مبارزې په اوسنیو شرایطو کې دا ډول یو اقدام غلط سیاست ارزولی دی.

ترمپ دا هم ويلي دي چې دغه سازمان تر څنګ د دې چې د چین پر وړاندې له دوستانه چلند څخه کار اخیستی، ناسمې سپارښتنې یې هم کړي دي.

د امریکا د ولسمشر په اند د کرونا بحران اصلي ګرم یا مقصر یي پيدا کړی دی او هغه د روغتیا نړیوال سازمان دی. دا لومړی ځل نه دی چې ترمپ د دې سازمان پر اقداماتو سختې نیوکې کوي. تیره اونۍ ترمپ ګواښ کړی وو چې د دغه سازمان بودیجه به وځنډوي چې اوس یې عملي کړ.

د کرونا ویروس پر وړاندې د نړیوالې مبارزې په اوج کې ترمپ د امریکا حکومت ته امر کړی دی چې له نړیوال روغتیایي سازمان سره مرستې دې ؤځنډوي. امریکا د دغه نړیوال سازمان د بودیجې تر ټولو لوی تامينونکی دی.

دغه هیواد په ۲۰۱۹م کال کې د نوموړي سازمان ۴۰۰ میلیونه ډالره بودیجه تامينه کړې وه. آلمان هم ۲۹ میلیونه ډالره مرسته کړې وه.

ترمپ سربیره پر دې دغه سازمان له کرونا ویروس سره د مقابلې پر غلط چلند او په چین کې د دې ناروغۍ د خپریدو په اړه د معلوماتو او خبرونو په پټولو تورن کړی دی.

ترمپ د امریکا حکومت ته امر کړی دی چې له نړیوال روغتیایي سازمان سره مرستې دې ؤځنډويانځور: Reuters/L. Mills

»سپارښتې او ناسم معلومات«

د ترمپ په خبره د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا ویروس د خپریدو د مخنوي په برخه کې ناسم مدیریت کړی دی او د چین د حکومت له خوا د دې ناروغۍ د خپریدو په اړه پر ارقامو او معلوماتو باور کول، په نړۍ کې د دې ویروس د لازیات خپریدو سبب شوی دی.

ترمپ د کرونا ویروس د قربانیانو د شمیر لوړیدلو مسئولیت د نړیوال روغتیایي سازمان پر غاړه واچاوه. ترمپ په سپينه ماڼۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه پخپل ورځني خبري کنفرانس کې ویلي دي چې دا سازمان د ناسمو معلوماتو په ورکولو او غلطو سپارښتنو سره د کرونا ویروس د قربانیانو د شمیر لوړیدو سبب شوی دی.

د ترمپ اشاره په جنوري میاشت کې امریکا ته د چينایي اتباعو پر سفر د بندیز لګول کیدو موضوع ته وه. په هغه وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان متحده ایالاتو ته د چنایانو پر سفر د بندیز لګولو پریکړه د امریکا عاجولانه سیاست ارزولی وو او هغه یې الزامي نه وو بللی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا حکومت د جنورۍ پر ۳۱ نیټه خپل هیواد ته د چینایي اتباعو پر ورتګ په رسمي ډول بندیز لګولی وو.

ترمپ ادعا کړې چې د روغتیا نړیوال سازمان غلطې سپارښتنې د وخت د له لاسه ورکولو سبب شوی او د دې ویروس د خپریدو ابعاد یي لاپسې پراخه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مونشي نیوکه

د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوتېرش په اوسنیو شراطو کې د امریکا د مالي مرستو بندول یو غلط ګام بللی او دغه پریکړه یې غندلې ده.

ګوتېرش ویلي دي چې اوس د داسې پریکړو له پاره مناسب وخت نه دی او په اوسنیو شرایطو کې د روغتیا نړیوال سازمان او مرستندویه سازمانونو د بودیجې کمول یوه لویه تېروتنه ده.

ګوتېرش وویل: «اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې نړیواله ټولنه د دې ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي او د ویجاړونکو پایلو په مقابل کې یې د پيوستون په ساتلو سره ګډه همکاري وکړي.»

تیره اونۍ د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم، د کرونا ویروس د ناروغۍ پر وړاندې د نړیوالې مبارزې له سیاسي کولو څخه خبرداری ورکړی وو.

ادهانوم، ویلي وو چې په اوسنیو شرایطو کې یا باید هیوادونه یو له بل سره همکاري وکړي او یا هم باید د قربانیانو د ډیريدو خطر وزغمي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

ګوتېرش ویلي دي چې اوس د داسې پریکړو له پاره مناسب وخت نه دیانځور: picture-alliance/Kyodo

زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب