1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

 ترمپ د هانگ کانگ له ويټو څخه تيرسو

۱۳۹۸ آذر ۷, پنجشنبه

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، له چين څخه سختو غبرگونونو ته په نه پاملرني سره هغه قانون لاسليک کړ چي په هانگ کانگ کي د ديموکراسۍ غورځنگ د ملاتړ په هدف کانگرس تصويب کړی وو. دا کار ښايي د کړکيچونو سبب سي.

USA Präsident Trump unterzeichnet eine Verordnung
انځور: picture-alliance/newscom/UPI/A. Guerrucci

دونالد ترمپ د چين په ځانگړې ادارې ساحې هانگ کانگ کي د بشري حقونو څخه د سرغړوني د مجازاتو په هکله قانون په خپل لاسليک سره نافذ کړ. په هغه کي د نورو ترڅنگ ممکنه بنديزونه هم په پام کي نيول سوي دي. همدارنگه د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت بايد حداقل په کال کي يو وار دا وڅاري چي آيا هانگ کانگ په کافي اندازه له چين څخه خپله خودمختاري ساتلې ده، تر څو د متحده ايالاتو له ځانگړې تجارتي مقرراتو څخه گټه واخيستلای سي.

 پر دې سربيره د امريکا ولسمشر داسي يو قانون ومانه چي له مخي يي بايد د ډله ايز کنترول په نامه مهماتو صادرات، لکه اوښکي بهوونکي گاز، د مرچو سپرې، ربړي مرمۍ او برقي ډنډې د هانگ کانگ د پوليسو په اختيار کي ورنه کول سي.

په هانگ کانگ کي له جون مياشتي راهيسي مظاهرې دوام لري چي په هغو کي په بيا بيا سختي نښتې هم رامنځته سوي دي. ترمپ ټينگار وکړ چي »د دغو قوانينو د رامنځته کيدو هدف دادی چي د چين او هانگ کانگ مشرتابه بايد په خپل منځ کي تفاوتونه په صميميت سره له منځه يوسي، ترڅو د دواړو خواوو ترمنځ دوامداره سوله تأمين او د ټولو په گټه تمام سي.«

چين دا کار د »امريکا توطئه« بولي

د چين د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د پنجشنبې په ورځ خپل غبرگون وښود چي »امريکا متحده ايالات پر حقايقو سترگي پټوي، د تور اوسپين توپير نه کوي او د تشدد څخه کاراخيستونکو هغو جنايتکارانو ملاتړ کوي چي بې گناه خلک يې ووهل، هغوی ته يې اور واچاوه، د قانون حاکميت يې ترپښو لاندي کړ او ټولنيز نظم ته يې زيان واړاوه.

په هانگ کانگ کی سختې مظاهرېانځور: Reuters/T. Siu

دغه مظاهرې همدارنگه پر هانگ کانگ باندي د کمونيستي چين مخ په زياتيدونکي نفوذ پر ضد هم دي. د امريکا کانگرس تيره اوونۍ د هانگ کانگ - قانون تقريباً په مطلق اکثريت سره تصويب کړ. که ترمپ هغه ويټو کړی وای نو بايد په سنا او کانگرس کي يي د دوه پر درې اکثريت رايو پر بيرته رديدو سره حساب کړی وای، چي دا به د ده د ولسمشري په دوره کي يوه نوې خبره وای.  

پوليسو د پوليتخنيک انستيتوت تلاشي کړ

په دې ترڅ کي پوليسو په هانگ کانگ کي د پوليتخنيک هغه انستيتوت تلاشي کړ چي څه ناڅه دوې اوونۍ د ديموکراسۍ د غورځنگونو مرکز وو.

د فعالانو په حواله به اوس هم هلته تر۲۰پوري مظاهره کوونکي پټ وي. د پوليسو يوه وياند تأکيد کړی دی چي د هغوی د تلاشۍ هدف دا نه دی چي ددغو مظاهرو نور غړي ونيول سي، بلکي له امنيتي لحاظه خطرناک وسايل لکه پطرولي بمونه بايد له نوموړي انستيتوت څخه وايستل سي. په دغه انستيتوت کي د يو څه وخت له پاره شاوخوا ۱۱۰۰ مظاهره کوونکو سنگر نيولی وو.

G.P/M.J/dpa

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب