1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د پناه غوښتني پروسې ځنډ به «اوږده موده» وي

نجيب الله زيارمل آژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۱۰, دوشنبه

په واشنگټن کي د ملي گارد پر دوو غړو تر بريد وروسته د امريکا حکومت د پناه غوښتني ټولي دوسيې ځنډولي دي. ترمپ ويلي دي چي دا به «اوږده موده» دوام وکړي.

د امريکا متحده ايلاتو ولسمشر دونالد ترمپ
ترمپ ويلي دي: موږ دغه خلک نه غواړوانځور: Pete Marovich/Getty Images

په واشنگټن کي د ملي گارد پر دوو غړو تر ډزو وروسته د امریکا متحده ايالاتو ولسمشردونالد ترمپ ويلي دي چي د امريکا د حکومت له خوا د پناه غوښتني دوسيو لنډمهاله ځنډول به «د اوږدې مودې» له پاره وي.

ترمپ د يکشنبې په ورځ د جمهوري رياست په الوتکه اير فورس ون کي خبريالانو ته وويل چي د دغه ځنډ له پاره «د وخت محدوديت» هيڅ نه سته. هغه زیاته «موږ دغه خلک نه غواړو.»

د تيري چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کي د امريکا د ملي گارد پر دوو غړو ډزي وسوې او هغوی سخت ټپيان سول چي يوه يې بيا تر سختو ټپونو وروسته سا ورکړه. بريد گر احتمالاً يو ۲۹ کلن افغان دی چي نيول سوی دی او د قتل د تور په اړه يې پلټني رواني دي. د بريد انگېزه لا تر اوسه پوري څرگنده نه ده.

په واشنګټن کي د امريکا پر ملي ګارد ستيرو باندي د بريد په ځای کي ګلان او بيرغانځور: Keiichi Nakane/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو حکومت د جمعې په ورځ د پناه غوښتني غوښتنليکونو ته رسېدگي په موقتي ډول وځنډوله. د امريکا د مهاجرت ادارې رئيس اعلان کړی دی چي »موږ د پناه غوښتني پريکړي تر هغه وخته پوري ځنډوو، تر څو موږ ډاډ ترلاسه کړو چي هر بهرنی وگړی د امکان تر حده پوري په بشپړ توگه کنترول او بررسي سي«.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هم ويلي دي چي امريکا متحده ايالاتو ټول افغان پاسپورت لرونکو ته د وېزې ورکول په موقت ډول ځنډولي دي.

د امريکا متحده ايالاتو د مهاجرت ادارې اعلان کړی دی چي د ۱۹ هيوادونو د دايمي اوسېدونکو د گرين کارتونو بيا کتنه وکړي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخي په بريد شکمن کس په ۲۰۲۱م کال کي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د يوې رسمې پروسې له لاري امريکا متحده ايالاتونو ته تللی. ويل سوي دي چي هغه په افغانستان کي د امريکا له استخباراتي ادارو سره کار کړی دی.

ويل سوي دي چي هغه په ۲۰۲۴م کال کي د پناه غوښتنه کړې وه او د ۲۰۲۵م کال په اپريل مياشت کي د هغه غوښتنه منظور سوه.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب