1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

"ترمپ د پوتین د شرایطو له پاره زيلنسکي تر فشار لاندي راووست"

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۴ مهر ۲۸, دوشنبه

د "فایننشال ټایمز" ورځپاڼي په حواله د ترمپ او زیلنسکي ترمنځ وروستۍ غونډه جنجالي او عصباني وه او د امریکا ولسمشر له خپل اوکرایني سیال څخه غوښتي چې د جگړې د پای ته رسولو له پاره دي د پوتین شرایط ومني.

دباخبره سرچینو په حواله دغه غونډه په څو واره "له چیغو ډکو شخړو" واوښته او ترمپ"به تل بد الفاظ کارول."
واشنگټن: د امریکا ولسمشر دونالډ ترمپ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره د لیدنې کتنې پر مهالانځور: Tom Brenner/AFP/Getty Images

"فایننشال ټایمز" ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اکتوبر ۱۹) رپوټ ورکړ، چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ، د اکتوبر پر ۱۷ د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د یوې جنجالي غونډې په ترڅ کې، له ولودیمیر زیلنسکي څخه غوښتي دي چې د جگړې د پای ته رسولو له پاره دي د پوتین شرایط ومني او هغه ته یې خبرداری ورکړ چې پوتین گواښ کړی دی چې د نه توافق په صورت کې به اوکراین "نابود" کړي.

باخبره سرچینو نوموړې ورځپاڼې ته ویلي دي چې دغه غونډه په څو واره "له چیغو ډکو شخړو" واوښته او ترمپ "به تل بد الفاظ کارول."

اړوند:ټرمپ روسیې ته گواښ وکړ چې اوکراین ته به د تاماهاوک توغندي واستوي

دغو سرچینو چې نه یې غوښتل نوم یې افشا سي، زیاته کړې ده چې ترمپ په اوکراین کې د لومړنیو کرښو نقشې له پامه وغورځولې او ټینگار یې کاوه چې زیلنسکي د دونباس ټوله سیمه پوتین ته وسپاري او په وار وار سره یې هغه ټکي تکرارول چې ولادیمیر پوتین یوه ورځ مخکې په ټیلیفوني اړیکه کې مطرح کړي وو.

د هغوی په خبره د امریکا ولسمشر بلاخره د جگړې د اوسنیو لومړنیو کرښو له ثبات سره موافقه وکړه، خو دغه کړکېچنه غونډه د جگړې په اړه د ټرمپ د دریځ بدلون او د پوتین د اعظمي غوښتنو د تصویب له پاره د هغه لیوالتیا په گوته کوي.

له دغې غونډې څخه څو باخبره اروپايي چارواکو فایننشال ټایمز ورځپاڼي، ته ویلي دي چې ترمپ د جمعې د ورځې په لیدنه کتنه کې ظاهراً د پوتین ډېر دریځونه او دلایل، که څه هم چې د هغه له پخوانیو څرگندونو سره په تضاد کې هم ول، په عین شکل تکرار کړي دي.

د یوه اروپايي چارواکي په خبره، ترمپ زیلنسکي ته وویل چې په جگړه کې د ماتې په حال کې دی او خبرداری یې ورکړ چې "که پوتین وغواړي، تا به له منځه یوسي."

سپینې ماڼۍ او د اوکراین د ولسمشرۍ دفتر تر اوسه د فایننشال ټایمز، د رپوټ په اړه کوم غبرگون نه دی ښودلی.

د اوکرایني هیئت ناهیلي

په عین حال کې د رویترز خبري آژانس هم د دوو باخبره سرچینو په حواله، په سپینه ماڼۍ کې د ترمپ او زیلنسکي ترمنځ غونډه جنجالي بللې او لیکلي یې دي، چې ترمپ د اوکراین ولسمشر تر فشار لاندې راوست ترڅو د دغه هیواد د خاورې ځینې برخې، روسیې ته ورکړي.

د دغو دوو باخبره سرچینو په حواله، ترمپ همدارنگه د اوکراین له پاره د لیري واټن ویشتونکو تاماهاوک توغنیدو له تأمین څخه هم ډډه وکړه او هم اوکراین اوهم روسیې ته یې د امنیتي تضمینونو له وړاندي کولو څخه خبره کړې ده.

د رویترز په حواله د ترمپ څرگندونې د اوکرایني هیئت د ناهیلۍ او سرگیچۍ سبب سوې چې په دې هیله یې واشنگټن ته سفر کړی وو، ترڅو وکولای سي اوکراین ته د ناټو له لارې د تاماهاوک د توغندیو د استولو له پاره د ترمپ موافقه ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر له زیلنسکي سره تر لیدنې کتنې وروسته په ښکاره ډول په اوسنۍ لومړنۍ کرښه کې د یوه اوربند د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه. زیلنسکي وروسته له خبریالانو سره په خبرو اترو کې له دغې خبرې هرکلی وکړ.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل