1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترمپ د کرونا د درملني یوه عجیبه نظریه وړاندې کړې

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

په داسې حال کي چي په ټولې نړۍ کي کارپوهان د کرونا د درملنې له پاره د دارو درمل او واکسين پر جوړولو باندي کار کوي، د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ بيا خپله يوه غيرعادي نظريه وړاندى کړې ده چي د خلکو پام یې ځان ته اړولی.

USA | Donald Trump | Coronavirus Briefing
انځور: Reuters/J. Ernst

د پنجشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کي د امريکا جمهور ریس دونالد ترمپ د يوه مطبوعاتي کنفرانس پر وخت کارپوهانو ته د نورو تر څنګ دا نظریه ورکړه چي پر داسى امکاناتو دي کار وکړي چى له مخي يې ضد عفوني مواد په مستقیم ډول انسانانو ته پيچکاري سي.

سربيره پر دې هغه د داسي يوه امکان يادونه هم وکړه چى بدن ته دې قوي رڼا ورداخله سي ترڅو د کرونا د ويروس درملنه وسي. د هغه دا ډول څرګندونو ډيموکراټان حيران کړل.

د کرونا پر ضد سپينېدونکي مواد؟

ترمپ د خپل دغه ډول وړانديز نظريه د يوه حکومتى کارپوه څخه اخيستې وه. دغه کارپوه مخکې ويلي ول چي د سپينېدو او ضد عفونى مواد د سارس کوويد ناروغۍ ميکروبونه پر يوې کلکې اوسپنيزي سطحې د مثال په ډول د دروازې پر زنګ باندى په چټکۍ سره وژني.

ترمپ همدې خبرې ته په اشارې سره وويل: «آيا داسى يوه طریقه سته چي د پيچکاري له لارى دا ډول صفايي رامنځته کړو. د دې کار امتحانول به په زړه پوري وي. طبعاً موږ به دا کار ډاکټرانو ته پريږدو خو بيا هم زما له پاره جالبه معلومیږي.»

د کارپوهانو په حواله صابون، ضدعفونى او د سپينېدو يا صفايي مواد د لاسونو د پريلو او يا هم صفايي پر وخت ويروسونه مړه کوي خو داسى اغیزمن دارو درمل لا موجود نه دي چى د اخته سوي کس په بدن کي په دې ډول مکروبونه له منځه يوسى.

د شعاع د داخليدو له لارى حل؟

د حکومت دغه کارپوه همدارنګه ویلي وه چي د لمر د وړانګو په مستقيم ننوتو سره د مکروبونو جریان په شدت سره لنډيږي. ترمپ بيا هم له دغې خبرې څخه په استفادې سره د درملنې نظريه وړاندې کړې. هغه ويلي دي چي که موږ دا اټکل وکړو چي د خپل بدن علاج په  ماوراى بنفش او يا هم قوي وړانګو باندي وکړو نو کولاى سو هغه بدن ته د پوستکى يا نورو لارو دننه کړو.  
ارقامو ته په کتو سره امريکا متحده ايالات له کرونا ويروس څخه سخت زیانمن سوی دی. د جان هپکنس پوهنتون په حواله تر اوسه پورى د دغې وبا په نتيجه کى څه نا څه پنځوس زرو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړى دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب