1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ترمپ د کرونا په بحران کي د ځنډ تورونه رد کړل

۱۳۹۹ فروردین ۲۵, دوشنبه

د امریکا جهوررئیس د کرونا بحران او له کبله يې په زرونو مړو ته په کتو سره په مخ پر ډیریدونکي ډول تر فشار لاندي دی. د ترمپ ستراتيژی مخ پر وړاندي حرکت او اصلي هدف یې د اقتصاد ژر بیرته پر پښو درول دي.

USA Coronavirus US-Präsident Donald Trump
انځور: picture-alliance/CNP/AdMedia/J. LoScalzo

د امریکا متحده ایالاتو جمهورریس، دونالد ترمپ د اپوزیسون او رسنیو د هغو تورونو په مقابل کي دفاع وکړه چي ګواکي د کرونا ویروس په ارتباط یې مخکیني خبرداري په نظر کي نه وو نیولی.

ترمپ تيره ورځ په خپل تویت کي لیکلي دي: »دئ په دې نه پوهیږي، چي ولي رسنۍ او د امریکا دیموکراتان پر هغه باندي له چین څخه امريکا ته پر سفر باندي د بنديز په برخه کي په شدت سره انتقاد کوي.« هغه اضافه کړه: »فاسدي رسنۍ.«

ترمپ کرونا ویروس ډیر کوچنی ښاوه

د امریکايي رسنیو په حواله د ترمپ یوه لوړ رتبه مشاور د جنورۍ میاشتي په اخره کي لا د کرونا ویروس د پانډمي څخه خبرداری ورکړی او ویلي وه، چي په نتیجه کي کیدلای سي په سونو زره امریکایان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

خو پخپله ترمپ د مارچ میاشتي تر اویلو پوري په عام ډول ویل، چي د کرونا څخه باید امریکایان هیڅ تشویش ونه کړي.

ویروس پیژندونکی، انتوني فوسي چي جمهوررئیس ترمپ ته د کرونا پانډمي سره په مبارزه کي مشورې ورکويانځور: Nicholas Kamm/AFP/Getty Images

نیویارک ټایمز د تیري شنبې په ورځ د کرونا بحران په سر کي له دغه بحران سره د ترمپ د رفتار په اړه رپوټ ورکړ او پردې باندي یې انتقاد وکړ، چي جمهوررئیس د کرونا د وسعت خطر ډیر وروسته په نظر کي ونیوی او پر سم وخت یې عکس العمل ښکاره نه کړ او د دې پرځای ئې پر دې تمرکز وکړ، چي اقتصاد وژغوري او د کرونا خبرداری یې رداوه.

د مړو تعداد کمیږي، خو تر ټولي نړۍ بیا هم لوړ

د کرونا ویروس د پانډمي قربانیان له دوهمي پرله پسې ورځي راهیسي راکم سوي دي. په بالتیمور کي د جان هیپکنس پوهنتون په حواله چي تیره یکشنبه یې ورکړی دی، په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۱۵۱۴ تنه د کرونا څخه مړه سوي دي. یوه ورځ دمخه یې لا د ۱۸۲۰ تنو د مړه کیدو رپوټ ورکړی ؤ، د جمعې په ورځ حتی د ۲۱۰۸ تنو د مړه کیدو.

د کرونا پانډمي تر ټولو ډیر نیویارک ځپلی دی او د قربانیانو تعداد پکښي تر۹۰۰۰ تنو هم اوښتی دی. په ټوله امریکا متحده ایالاتو کي بیا تر پرون پوري د مړو تعداد تر ۲۲۰۰۰ تنو هم اوښتی دی. تر ۵۶۶۰۰۰ اضافه انسانان په اخته سوي دي.

فوسي: په مئ میاشت کي به ممکن قیودات لږ سي

ویروس پیژندونکی، انتوني فوسي چي جمهوررئیس ترمپ ته د کرونا پانډمي سره په مبارزه کي مشورې ورکوي، په احتیاط سره امیدواري ښکاره کړې ده، د امریکا متحده ایالات به امکان لري په مئ میاشت کي په دې باندي شروع وکړي، چي خپل سخت وضع سوي تدابیر یوڅه راکم کړي. هغه، سي ان ان ټلویزني چینل ته ویلي دي، چي حالت به د اپریل میاشت په اخره کي ارزیابي او د هغه مطابق به تصامیم ونیول سي. خو که حالت دې ته اجازه ورنه کړي، قیودات به په همدا شکل باندي پاته سي.

عامه ژوند د امریکا په ډیرو برخو کي د کرونا بحران په سبب فلج دی، کوم چي د دغه هیواد اقتصاد ته یې سخته ضربه ورکړې ده.

ترمپ غواړي د امکان تر حده پوري ژر بیرته عادي حالت ته وروګرزي او غواړي سبا سه شنبه ورځ لا د کارپوهانو یو هیئت تعین کړي، چي په دې باره کي به مشورې ورکوي. لکه څنګه چي ترمپ ویلي دي (زموږ د هیواد د بیرته پرانستلو په دغه شورأ کي) به وتلي ډاکتران او معامله ګران او همدارنګه بې طرفه کارپوهان شامل وي.

خو په امریکا کي د قیوداتو د لیري کولو صلاحیت تر ډیره ځایه پوري د ایالتي حکومتونو په صلاحیت کي ده او نه په واشنګټن کي د مرکزي حکومت.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب