1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د کیم له روغتیایي حالته خبر یم

۱۳۹۹ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې د شمالي کوریا د واکمن کیم جونګ اون، له روغتیایي وضعیته خبر دی. کیم د اپریل میاشتې له ۱۱ نیټې راهیسې په عامه محضر کې نه دی لیدل شوی، چې آن د هغه د احتمالي مړیني د آوازو سبب شوی.

USA | Nordkorea | Entmilitarisierte Zone | Donald Trump | Kim Jong Un
انځور: Reuters/U.S. Network Pool

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د اپریل ۲۷مه) وویل چې هغه د کیم جونګ اون، له روغتیایي حالته خبر دی او د هغه د ښې روغتیا هیله لري. له دې سره ترمپ دا خبره چې کیم ژوندی دی، تایید کړې ده.

کیم د اپریل میاشتې له یوولسمې نېټې راهیسې د کارګر ګوند د غونډې د مشرۍ وروسته په عامه محضر کې نه دی لیدل شوی. د هغه د روغتیایي حالت په اړه وروسته له هغې ګونګوسي پيل شوې چې د اپریل د میاشتې په ۱۵مه نېټه یې د خپل نیکه کیم ال سونګ، چې د اوسنۍ شمالي کوریا بنست ایښودونکی دی، د زوکړې په مراسمو کې ګډون ونه کړ. دغه ورځ د شمالي کوریا په سیاسي تاریخ کې ډیره زیاته مهمه ده.

ترمپ دغه څرګندونې ترې د کیم د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې تر کیدو وروسته، وکړې. ترمپ وویل: «هو، زه پرې ډیر ښه خبر یم، خو اوس یې په هکله خبرې نه شم کولی. زه هغه [کیم] ته ښې هیلې لرم.»

ترمپ په خپلو څرګندونو کې وړاندې وویل چې رسنۍ ښایي په راتلونکي کې د کیم په هکله یو څه واوري. ترمپ وویل: «زه هیله من چې هغه ښه وي [...] که په نسبي توګه ووایم، پوهیږم چې د هغه وضعیت څنګه دی.»

د سویلي کوریا د ولسمشر مون جای ان، لوړپوړي سلاکار د یکشنبې په ورځ دا خبره تائید کړې وه چې کیم په حقیقت کې «ژوندی او ښه دی».

زموږ له ارشیف څخه:

(sr/ms (AFP, Reuters