ترمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «زه توکمپال نه یم. زه تر ټولو کم توکمپاله کس یم چې تاسو ورسره مرکه کړې، زه دا تاسو ته ویلی شم.»
ویل کیږي چې تیره اوونۍ دونالد ترمپ له امریکايي استازو سره د مهاجرت په اړه په یوه غونډه کې د هایتي او یو شمیر افریقايي هیوادونو په اړه د خبرو پر مهال له یوه نامناسب لغت څخه کار اخیستی وو. تر دې وروسته پر ترمپ سختي نیوکي وشوې. دا ځل یوازې دیموکراتان نه، بلکې جمهوري غوښتونکي هم پر دونالد ترمپ باندي نیوکې کوي.
د شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې تر۵۰ ډیرو افریقايي استازو، د ترمپ پر څرګندونو نیوکې کړي او له هغه څخه یې غوښتي دي چې بخښنه وغواړي او خپلې خبري بیرته واخلي.
ترمپ یوازي د خپلو خبرو په دفاع کې یو څه ویلي دي خو لا تر اوسه پوري یې بخښنه نه ده غوښتې. هغه د جمعې په ورځ پر خپله تویتر پاڼه ولیکل: «د DACA په غونډه کې زمان خبري سختې وې، خو دا [د نامناسب لغت استعمال] هغه خبري نه دي چې ما کړي.»
لږ تر لږه یوه جمهوري غوښتونکي استازي ویلي دي چې د ترمپ له خبرو ډیر غلت برداشت شوی دی.
د حکومت د بندیدو امکان
ترمپ د یکشنبې په ورځ وویل چې هغه په دې اړه ډاډه نه دی چې ایا د امریکا متحدو ایالاتو کانګرس به د حکومت د بندیدو مخه ونیسي او که نه.
امریکايي استازي تر جمعې ورځې پوري وخت لري چې د حکومت د تمویل په اړه سره موافقه وکړي، که نه نو د اوسنیو موقتي تدابیرو وخت پوره کیږي. یو شمیر دیموکراتانو ګواښ کړی دی چې که د هغو مهاجرو د راتلونکې تظمین و نه شي چې د ماشومانو په توګه په غیر قانوني توګه امریکا متحدو ایالاتو ته راوستل شوي دي، نو د حکومت د تمویل پر ضد به خپله رایه وکاروي.
په عمومي توګه داسي تصور موجود دی چې د امريکا ولسمشر په نړۍ کي ډير سياسي قدرت لري. خو دا خبره دومره ساده او واضح نه ده. په سيپنه ماڼۍ کې د ناست مشر اختيارات هم محدود وي او په مهمو پريکړو کې نوري کړۍ هم دخيلي وي.
انځور: Klaus Aßmann
د اساسي قانون له مخي
ولسمشر د څلورو کالو له پاره ټاکل کيږي خو تر دوو مقننه دورو وروسته یې د کار دوره پای ته رسیږي. دی د دولت او حکومت دواړو مشر وي او د کانګرس له خوا تصويب شويو قوانينو ته عملي جامه اخوستل د ده دنده وي. د ولسمشر د اداري کارکوونکو شمير کابو څلورو ميليونو ته رسيږي.
انځور: Klaus Aßmann
د ولسمشر د هلوځلو کنترول
د امريکا درې ستري ادارې يو له بل سره په پريکړو کې سره شريکي وي او په دې توګه يو د بل اختيارات هم محدودوي. ولسمشر کولای شي يو څوک وبخښي او فدرالي قاضيان هم نومولی شي خو د سنا مجلس په خوښه. همدا د سنا په خوښه دی خپل وزیر او يا سفير ټاکلی شي. مقننه قوه په دې توګه اجرائيه کنترولای شي.
انځور: Klaus Aßmann
د «ولس د وضعې په اړه د وينا» ځواک
ولسمشر بايد د هيواد د وضعيت په اړه کانګرس باخبره وساتي او دا کار نوموړی د «ولس د وضعې په اړه د وينا» په ترڅ کې کوي. دی خو په کانګرس کې د قوانينو مسودې نه شي وړاندي کولای خو په خپله وينا کې دې موضوعاتو ته اشاره کولای شي. په دې توګه دی د عموميت د نظرونو له لارې پر کانګرس فشار اچولای شي خو تر دې زيات څه په اختيار کې نه لري.
انځور: Klaus Aßmann
که ولسمشر وغواړي نو «نه» ويلای شي
ولسمشر دا واک لري چې يوه قانوني مسوده بې له لاسليک کولو بیرته کانګرس ته وليږي او ويټو یې کړي. کانګرس بيا يوزاي د دواړو خونو په دوه پر دريمه برخه اکثريت سره دا ويټو لغو کولای شي. د سنا مجلس د معلوماتو پر اساس د امريکا په تاريخ کې تر اوسه ولسمشرانو ۱۵۰۰ واري د ويټو حق کارولی دی، خو يوازې ۱۱۱ ځله دا ويټو لغو شوې ده.
انځور: Klaus Aßmann
د واک تشريح ګونګه ده
د اساسي قانون او هيواد د ستري محکمې په پريکړو کې دا خبره په پوره توګه واضح نه ده چې ولسمشر په اصل کې څومره واک لري. ولسمشر يو بل ډول ويټو هم کارولای شي، هغه داسې چې دی د کانګرس له خوا تصويب شوې مسوده له خپل ځان سره وساتي او هيره یې کړي. په دې صورت کې دا کوم قانوني حیثيت نه لري او کانګرس دا ويټو ردولای هم نه شي. په امريکا کې۱۰۰۰ وارې ولسمشرانو د دې ډول ويټو څخه کار اخیستی دی.
انځور: Klaus Aßmann
ځيني لارښوني چې د قوانينو حيثيت لري
ولسمشر حکومتي ارګانونو ته د دوی د دندو په اړه لارښوونه کولای شي. دا «اجرايي فرمانونه» د قوانينو درجه لري او د بلي کومې ادارې له خوا تصويب ته اړتيا نه لري. خو پر دې سربيره هم ولسمشر په خپله خوښه هر کار نه شي کولای. محکمې دا صلاحيت لري چې دا لارښووني رد کړي او يا کانګرس هم د دې پر ضد کوم نوی قانون تصويبولای شي او: راتلونکی ولسمشر یې په يوه لاسليک له منځه هم وړلای شي.
انځور: Klaus Aßmann
د کانګرس سره چل
ولسمشر له نورو حکومتونو سره بيلا بیل تړونونه لاسليک کولای شي چې د سنا مجلس دوه پر دريمه برخه استازو له خوا بايد ومنل شي. د تصويب له دې عمل څخه د ځان ساتنې له پاره ولسمشر د تړونو پر ځای د «اجرايوي معاهدې» رامنځته کولای شي چې دغه بيا د کانګرس تصويب ته اړتيا نه لري. دا معاهدې تر هغه د اجرا وړ وي، څو چې کانګرس يې په اړه اعتراض نه وي کړی.
انځور: Klaus Aßmann
کله بايد ولسمشر يو گام وروسته شي
د امريکا ولسمشر د پوځ مشر هم وي، خو د جګړې اعلانول د کانګرس په اختيار کې دي. دا خبره په بشپړه توګه واضح نه ده چې ولسمشر تر کومه حده د کانګرس له خوښې پرته امريکايي پوځونه په يوه وسله واله شخړه کې ور شاملولای شي. د ولسمشر له خوا د ويتنام په جګړه کې د شامليدو تر پريکړې وروسته هم کانګرس اړوند قوانين تصويب کړي ول. معنا دا چې ولسمشر تر هغه وخته اختيار لري، څو چې کانګرس متحرک شوی نه وي.
انځور: Klaus Aßmann
وروستی او پريکړنده کنترول
که ولسمشر له خپل واک څخه ناوړه ګټه واخلي يا کوم جرم وکړي نو د استازو مجلس کولای شي له دندې څخه يې د ګوښه کولو له پاره لاس په کار شي. تر اوسه دوه وارې دا ډول هڅې شوي او دواړه وارې ناکامه شوي. خو کانګرس د بودجې د حق په صورت کې يوه بله ستره وسله هم لري. کانګرس بودجه تصويبوي او کله چې وغواړي ولسمشر ته د پیسو ورکړه درولای شي.