د «محافظه کارو د سياسي هلو ځلو کنفرانس» يا CPAC د امريکايي محافظه کارو سياستوالو د راټولېدو او د نظر د څرګندولو اصلي مرجع ده چې پروسږ کال يې لا ولسمشرۍ ته د ولاړ کانديد، دونالد ترمپ، انګېرنو او څرګندونو ته د شک په سترګه کتل. داسې ويل کېدل چې ترمپ د هغوی په جمله کې شامل نه وو، ورته ارزښتونه يې نه درلودل او دا چې، بېلابېلې مېرمنې يې طلاقې کړې وې هم، د چا نه خوښېدل.
خو اوس داسې معلوميږي چې دا هر څه نور صدق نه کوي. د متحده آيالاتو د ولسمشر په توګه ترمپ ته تود هر کلی وويل شو او د CPAC په کلنۍ غونډه کې ورته په درنه سترګه وکتل شول.
ترمپ يو ځل بيا پر خپلې ملتپالې يا نشينلستي اجنډا باندې ټينګار وکړ: ترمپ خپلو راټولو شوو «ملګرو» ته وويل چې د تجارت، امنيت او بهرنيو چارو سياست به له دې وروسته په قاطع ډول د متحده آيالاتو پر علايقو او ګټو باندې څرخي. ترمپ د محافظه کارو فعالينو په مخکې وويل: «زه له ټولې نړۍ څخه استازيتوب نه کوم. زه ستاسو له هېواد څخه استازيتوب کوم.»
وړ چلن هم «ډېر مهم» دی
ولسمشر په دې هم ټينګار وکړ چې له نورو هېوادونو سره وړ چلن هم «ډېر مهم» دی. خو د ده په خبره «کومه نړيواله ترانه، نړيوال پولي واحد يا نړيوال بيرغ» وجود نه لري. د ترمپ په مشرۍ د پيل شوي خوځښت «اصلي مفکوره» دا ده چې د امريکا متحده آيالات بايد تل تر ټولو مخکې ځای خپل کړي.
د ترمپ د څرګندونو په منځ کې به تل خلک ورلوېدل او د متحده آيالاتو د نامه په ادا کولو سره به يې نارې وهلې. د خپلې وينا په ترڅ کې ترمپ په تکراري ډول پر رسنيو باندې حملې وکړې. هغه د متحده آيالاتو پر اکثريت مطبوعاتو باندې تور ولګاوه چې ګويا د هغه د حکومت په وړاندې غلط خبرونه خپروي. د ده په خبره رسنۍ «هيڅ نوع سرچينې» نه لري او هسې يې خپله جوړوي. ولسمشر پر رسنيو غږ وکړ چې بې نومه سرچينې دې نور نه راولي، بلکې اړونده «کس دې د نامه سره يو ځای» په ډاګه شي.
د متحده آيالاتو ولسمشر يو ځل بيا انتقاد وکړ چې هېواد يې د خرابو تجارتي تړونونو له کبله نورو هېوادونو ته خپل کارځايونه ورپرې ايښي دي او دا چې د نورو هېوادونو سرحدات يې ساتلي دي، په داسې حال کې چې د متحده آيالاتو پولې د ده په خبره «تر ډېره پرانيستې وې.»
له مکسيکو سره پوله
ترمپ ژمنه وکړه چې له مکسيکو سره د پولې په اوږدو کې به د دېوال جوړولو کار «ډېر ژر» پيل شي، سره له دې چې د ملياردونو يورو په مقدار د اټکل شوې دغې پروژې تمويل لا هيڅ معلوم نه دی.
ترمپ دا هم وويل چې «تندلارې اسلامي ترهګر» به هېواد ته ور پرې نه ښودل شي چې لويديځه اروپا يې د مثال په توګه راوړه. ترمپ وويل: «وګورئ چې په سويډن کې څه حال دی، وګورئ چې په آلمان او په فرانسه کې څه حال دی.»
يو څو ورځې مخکې ترمپ داسې ويلي وو چې په سويډن کې کډوالو کوم بريد تر سره کړی دی. د دغو ناسمو څرګندونو څخه دوه ورځې وروسته د ستاکهالم په داسې يوه سيمه کې چې ډېر کډوال پکې اوسيږي، آخ و ډبونه شروع شول، چې ترمپ بيا خپله خبره په حق وبلله. داسې ټاکل شوې وه چې ولسمشر ترمپ به د «محافظه کارانو د سياسي هلو ځلو د کنفرانس» يا CPAC په غونډه کې ۱۵ دقيقې خبرې وکړي، خو وينا يې بيا تقريبا ۴۰ دقيقې وخت ونيو.
rb/stu (afp, ap, dpa)
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.11.2016):
د دونالد ترمپ د ژوند ښځې
د امريکا ولسمشرۍ ته بریالی کاندید دونالد ترمپ چې له بارک اوباما څخه به د ولسمشرۍ واک ورسپارل کيږي، په خپل تير ژوند کې د مينې او یارانې ډیر سرګذشتونه لري. د نوموړي د ژوند د ښځو او کورنۍ انځوريز رپوټ دلته کتلای شئ:
انځور: picture-alliance/abacaدونالد ترامپ خپلو سيالانو ته تر ماتې ورکولو وروسته، د امريکا متحده ايالتونو په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند رسمي کانديد وګرځيد. ترامپ چې د امريکا یو ناندريز ميلياردر دی، تر دې مخکې يې د لوړو ژورو ډګ مينه ناک ژوند لری دی.
انځور: picture-alliance/abacaپه امريکا کې ولسمشرۍ لپاره ډیر لږ کانديدان داسې دي چې د خپل ګوند د غړو په منځ، ټولنه او حتې له هيواده بهر دې داسې جنجالي او ناندريز وي.( انځور: د ویسکانسن ايالت یو استاځي په کليولند کې د جمهوري غوښتونکو په کنګره کې د دونالد ترامپ له کانديداتورۍ څخه خپل مخالفت په ډاګه کړ).
انځور: Getty Images/J. Ernstدونالد ترامپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴ مه نيويارک کې وزيږيد. هغه د فدريک ترامپ او مري آن مک لئود په پنځو اولادونو کې څلورم زوې دی. پلار ته یې د ميليونو ډالرو دارايي، د هستوګنځايونو د کاروبار له بابته ترلاسه شوي دي. ترامپ هم د خپل پلار لاره تعقیب کړه، حتې د پوهنتون په دوره کي یې د پلار په پيسو کورنو اخیستل او پلورل. په ۱۹۷۴ کې د لوړو زدکړو تر پاي ته رسيدو وروسته یې د پلار شرکت مسئوليت پر غاړه واخیست.
انځور: Reuters/M. Segarد ترامپ لمړنۍ ښځه چکي ماډله ایوانا مری زلنیچکوا وه. دواړو په ۱۹۷۷ کال کې واده وکړ. ترامپ له دغه واده څخه دوه زامن او يوه لور لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Lederhandlerد هغه مشر زوی دونالد ترامپ يونيور دی. دی ۳۸ کاله عمر لري او د دونالد ترامپ د سوداګريز شرکت معاون دی. انځور کې يونيور د خپلې ميرمنۍ وانسا سره.
انځور: picture alliance/AP Photoایوانکا ترامپ، د دونالد ترامپ ۳۴ کلنه لور ده. دا ترڅنګ د دې چې د پلار په سوداګريز شرکت کې معاونه ده، د بوټونو د خرڅلاو په برخه کې هم فعاله ده.
انځور: picture-alliance/AP Images/M.Altafferايوانکا ترامپ له جارد کوشنر سره چې ۳۵ کاله عمر لري واده کړی دی. دغه ميرمن نه یوازې د کورنو په تجارت کې فعاله ده، بلکه د يوې ورځپاڼې د امتياز خاونده هم ده.
انځور: picture-alliance/Geisler-Fotopressله ايوانا مري زلنيچکو څخه د دونالد ترامپ وروستی اولاد د هغه ۲۳ کلن زوی اریک ترامپ دی. دی هم تر څنګ د دې چې د پلار په سوداګريز شرکت کې معاون دی، د ترامپ د هوټلونو رئیس هم دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Minchilloوروسته له هغې چې ترامپ له خپلې لمړنۍ ميرمنۍ څخه جلا شو له مارلا ماپلس سره یې واده وکړ. (له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹). مارلا ماپلس چې یوه سندرغاړې وه له ترامپ څخه یې ۱۷ کاله کم عمر لرود.
انځور: picture alliance/AP Photo/J. Minchillo ترامپ له مارلا ماپلس څخه یوه لور لري چې تیفانی نوميږي. نوموړې د مدلينګ او سندرو ویلو په برخه کې فعاله ده او روان کال له پوهنتون څخه فارغيږی. تیفانی د پلار په سوداګريز سيستم کې ځای نلري او د هغه تر نوماند کيډو د مخه، له خپلې مور سره په کالفورنيا کې اوسيده.
انځور: picture-alliance/newscom/P.Benicدونالد ترامپ له مار لا ماپلس څخه تر جلا کیدو وروسته، د يو لنډ وخت لپاره د کار لا بروني سره ملګرتيا لرله. هغې له ترامپ څخه تر جلا کيدو وروسته د نیکلا سارکوزي سره واده وکړ، چې بيا د فرانسې ولسمشر شو.
انځور: picture-alliance/dpaدونالد ترامپ له خپلې دويمې ميرمنۍ سره تر جلا کيدو وروسته، په ۲۰۰۵ کال کې له سلوانۍ ماډلې، ملانیا کناوس سره واده وکړ.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Foleyاوس د ترامپ لمسی او د هغه کشری ځوی «بارون ویليام» سره تقريباً همځولي دي. ویليام چې اوس ښوونځي وايي، له ملانیا سره د ترامپ د واده حاصل دی. ترامپ د اتو لمسيانو نيکه دی.
انځور: picture-alliance/dpa ترامپ د کورنو، هوټلونو او قمارخانو شرکتونو ترڅنګ، تر ۲۰۱۵ کاله پورې د «ان بي سي یونيورسل» رسنۍ سره په ګډه، د نړۍ د ښکلا ملکې د سياليو پروسې اختيار هم په لاس کې لرود.
انځور: picture-alliance/dpa/T. A. Claryټولې هغه ښکلې ښځې چې تر تيرو کلونو پورې دونالد ترامپ سره په يوه لاره تللې، اوس، په ځانکړې توکه د انتخاباتو پر وخت ترامپ لپاره د سترو ستونزو لامل شوې. په ټولو نظرسنجيو کې په ډيره سلنه کې ثابته شوه چې ترامپ د «ښځو ښه نه راځي». په امريکا کې د رايو اکثريت ښځي تشکيلوي چې دغه رايې د هغه سيالې، هيرې کلينټن ته کارول شوي دي.
انځور: Reuters/L. Jackson