ترمپ: غزې تراډې ته به "ډیر ژر" نړیواله پوځي ډله واستول سي
۱۴۰۴ آبان ۱۶, جمعه
ترمپ د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د نوومبر ۶) په سپینه ماڼۍ کې د مرکزي آسیا له دولتي او حکومتي مشرانو سره د یوې غونډې په څنډه کې د یوه خبریال د پوښتنې په جواب کې وویل: "ډیر ژر به ددې وخت راورسیږي." د غزې پوځي ډله له جگړې وروسته د فلسطیني سیمې د ادارې له پاره د ترمپ د پلان یوه برخه ده.
ترمپ د خپلو خبرو په دوام وویل: "ډیریو هیوادونو تیاری ښوولی دی چې له حماس سره د ستونزو او یا هم نورو مشکلاتو د رامنځته کیدو په صورت کې به بریدونه ترسره کړي."
اړوند:غزې تراډې ته د پاکستاني عسکرو د ليږدولو پريکړه؟
امریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ خپلو متحدینو ته د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک له پاره یوه مسوده وړاندې کړه، چې د غزې تراډې له پاره د ترمپ د سولې له پلان څخه ملاتړ کوي.
د ډیپلوماټیکي کړیو په حواله، ډیریو هیوادونو په دغه نړیوالې پوځي ډلې کې د برخې اخیستو له پاره پخوا لا خپل تیاری ښودلی دی چې په هغو کې اندونیزیا هم شاملیږي. خو دغه هیوادونه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا پر یوه صلاحیت ټینګار کوي چې واقعاً په غزه کې سرتیري ځای پر ځای کړي.
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (سینټکام) قوماندان براډ کوپر، چې د منځني ختیځ مسؤلیت پرغاړه لري، په اکتوبر میاشت کې غزې ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې امریکا متحده ایالات به هلته سرتیري ځای پر ځای نه کړي.
اړوند:د ۲ کلونو له پاره د غزې اداره کولو په هکله د امریکا د قطعنامې مسوده
د چهارشنبې په ورځ په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیر مایک واتڅ، د دغه ډول پریکړه لیک مسوده نورو ته واستول.
نوموړي دغه سند د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له لسو غیر دایمي غړو او سیمه ایزو ملگرو هیوادونو مصر، قطر، سعودي عربستان، ترکیه او متحده عربي اماراتو سره شریک کړ. په هر حال، د رایې ورکولو له پاره لا تر اوسه کومه نیټه نه ده ټاکل سوې.
ترمپ: زر به نړیوال سوله ساتي ځواکونه په غزه کې ځای پرځای شي
دغه پوځي ډله په هغه تړون کې شامله ده چې د اسرائیل او اسلامي ډلې حماس ترمنځ له شاوخوا دوه کلنې جگړې وروسته چې د حماس له خوا پر اسرائيل د برید له امله رامینځته سوه، اوربند ته لاره هواره کړې ده.
د مصر او اردن په ملاتړ دغه ځواک به په غزه کې د فلسطیني پولیسو د افسرانو روزنه او ملاتړ وکړي. هغه به د سرحدي سیمو د امنیت او حماس ته د وسلو د قاچاق د مخنیوي دنده هم ولري.