ترمپ، غني ته په تليفوني خبرو کي کومي ژمني کړي؟
۱۳۹۵ بهمن ۲۲, جمعهد پنجشنبې په ورځ ناوخته ماښام د سپيني ماڼۍ له خوا د دواړو ولسمشرانو دونالد ترمپ او محمد اشرف غني د تليفوني خبرو په اړه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي جمهوررئيس ترمپ ولسمشر غني ته د همکاريو د پراختيا ډاډ ورکړی.
ويل سوي دي چي ترمپ غني ته ويلي دي چي امريکا متحد ايالات د افغانستان د ملي يووالي حکومت ملاتړ کوي.
دواړو مشرانو دغه راز له تروريزم سره د مبارزې او نورو برخو کي د همکاریو پر پراختيا هم خبري کړي دي.
دا د امریکا د نوي جمهوررئيس دونالد ترمپ او افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړۍ خبري وې.
د «والسترت ژورنال» د راپور له مخي د غني او ترمپ تر دغو خبرو لږ مخکي نوري خبري هم سوي وې چي په هغه کي د راپور پراساس ترمپ غني ته ويلي دي چي دی به افغانستان ته د نورو عسکرو پر لېږلو باندي فکر وکړي.
خو د امريکامتحدو ايالاتو نوی حکومت تر اوسه پوري لا د افغانستان په اړه کومه ستراتيژي نه ده وړاندي کړې.
د ترمپ او غني تر تليفوني خبرو څو ساعته مخکي په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نيکلسن د امريکا سنا مجلس ته په افغانستان کي د روزنيز ماموريت د پراختيا خبره وکړه.
هغه د پنجشنبې په ورځ د سنا مجلس د دفاعي چارو کمېټې ته په وينا کي وويل چي اوس هلته د «په زرونو عسکرو کمښت» دئ او په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت د پام وړ خراب سوی دئ.