1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: غواړو د بگرام هوايي ډگر بیرته ونيسو

گل غوټۍ پوپل | فرانسوي خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۲۸, جمعه

ولسمشر ډونالډ ترمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د امریکا متحده ایالات د بگرام د هوايي اډې د بیرته ترلاسه کولو په لټه کې دي. خو د طالبانو یوه چارواکي د امریکا د هر ډول پوځي حضور اړتیا رد کړه.

د امریکا ولسمشر په سپینه مانۍ کې د وینا په حال کې
ترمپ: غواړو د بگرام هوايي ډگر بیرته ونيسوانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ترمپ، په خبره دغه هیواد په پام کې لري چې د بگرام هوايي ډگرچې په ۲۰۲۱ م کال کې یې پرې ایښی وو، بیرته ونیسي.

ولسمشر ترمپ بريتانیې ته د خپل سفر په ترڅ کې ددغه هیواد له صدراعظم کییرستارمر سره د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د سپټمبر ۱۸ مه) په یوه گډ خبري کنفرانس کې بگرام ته په اشارې سره وویل: «موږ هڅه کوو هغه بیرته په لاس راوړو(...) موږ غواړو دغه هوايي اډه بیرته ترلاسه کړو.« نوموړي همدا راز زياته کړې یو علت چې د امریکا متحده ایالات ولې دغه اډه بیرته غواړي، دادی چې «هغه یو ساعت له هغه ځایه لیري پرته ده چیرې چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي.»

د طالبانو ویاندويانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي، ذاکر جلالي د ایکس په شبکه کې د یوه پوست د خپرولو په ترڅ کې لیکلي دي: «افغانستان او امریکا متحده ایالات  یو له بل سره تعامل ته اړتیا لري...پرته له دې چې د امریکا متحده ایالات په دغه هیواد کې پوځي حضور ولري.»

هغه زیاته کړه چې دواړه هیوادونه کولای سي د متقابل درناوي او گډو گټو پر بنسټ خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې برقراره کړي.

د افغانستان د سولې په چارو کې دامریکا متحده ایالاتو پخوانی ځانگړی استازی، زلمي خلیلزاد د شنبې په ورځ  له یوه امریکايی هیئت سره افغانستان ته تللی وو او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي سره یې خبري او لیدنه کتنه کړې وه.

له پایتخت کابل څخه شاوخوا ۴۰ کیلومتره لیري پرتې دغې اډې، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو په ملاتړ نړیوال ماموریت په ترڅ کې، دوې لسیزې د امریکايي پوځ له پاره یو مهم نقش لوبولی دی. د ۲۰۲۴م کال په اگست کې طالبانو په افغانستان کې واک ته د رسیدو د دریمې کالیزې په مناسبت، په بگرام کې پوځي پریټ ترسره کړ چې پکښي د نورو ترڅنگ له چین او ایران څخه ډیپلوماټانو هم گډون کړی وو.

په افغانستان کې د لویدیځ له څو کلن پوځي ماموریت وروسته، طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اگست کې یو وار بیا واک ترلاسه کړ او په اصطلاح اسلامي امارت یې اعلان کړ. له هغه راهیسې یې له اسلام څخه د سخت تعبیر له مخې د سختگیرانه قوانینو په پلي کولو سره په تیره بیا د ښځو حقونه محدود کړي دي.

ایا د ترمپ بیا راتګ به د افغانستان پر سیاست اغېز ولري؟

16:46

This browser does not support the video element.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل