1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: غواړو له افغانستانه ژر ووځو خو نيټه مو نه ده ټاکلې

۱۳۹۹ خرداد ۷, چهارشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ يو وار بيا له افغانستانه د خپلو ټولو عسکرو د راايستلو هيله څرگنده کړه، خو ویې ويل چې تر اوسه یې د پوځيانو د ايستلو دقيقه نیټه نه ده ټاکلې.

USA PK Donald Trump
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ (د مي ۲۶ نیټه) د يوې مطبوعاتي غونډې پر وخت له افغانستانه د امريکايي عسکرو د راايستلو په اړه پوښتل شوی وو. داسې گونگوسي دي چې ترمپ ښايي د بيا ټاکل کیدو له پاره د انتخاباتي مبارزې پر وخت د امريکا د تاريخ دغه تر ټولو اوږده جگړه پای ته ورسوي.

ترمپ په سپينه ماڼۍ کې خبريالانو ته وويل چې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د بشپړي انخلا له پاره یې لا کومه نيټه نه ده ټاکلې. هغه زياته کړه: «موږ ۱۹ کاله هلته په [افغانستان] کې وو، او هو زما په آند نور بس ده.... موږ هر کله بيرته [افغانستان ته] تلای شو چې وغواړو.»

د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د نوامبر ۲۶ نیټه يعني د  Thanksgiving  يا شکر گزارۍ ورځ خو د دې کار له پاره په نظر کې نه ده نيول شوې، ترمپ وویل: «نه، ما هیڅ نيټه ټاکلې نه ده. خو څومره ژر چې وي، دغه کار کوو.»

نيويارک ټايمز ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ خبر ورکړی وو چې پوځي مشران به ښايي په راتلونکو ورځو کې له ولسمشر ترمپ سره له افغانستان څخه د عسکرو د راايستلو له پاره د وخت پر غوره کولو سلا مشورې وکړي.

نيويارک ټايمز ليکلي چې يو ممکنه مهال ويش به د امريکا د ولسمشر د ټاکنو تر مخه يعني د نوامبر تر دریمې نیټې وي. ترمپ وويل چې په افغانستان کې د امريکايي عسکرو شمير دمگړۍ تر ۸۰۰۰ کم دی. نوموړي يو وار بيا وويل چې پوځيان یې په افغانستان کې د يوه عسکر نه بلکې پوليس دنده ترسره کوي.

ترمپ د خپلو خبرو په ترڅ کې زياته کړه: «موږ غواړو خپل عسکر بیرته کور ته راولو.»

د فیبرورۍ میاشتې پر ۲۹ نیټه د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون پر اساس بايد امريکايي پوځيان له ۱۲تر ۱۴ میاشتو په موده کې له افغانستانه ووځي. دا چې په کابل کې د افغان حکومت په دې تړون کې يو اړخ نه وو نو د تړون عملي کولو په برخه کې يو څه خنډونه وليدل شول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل