ترمپ غواړي د مهاجرو پر وضعیت له سره کتنه وکړي
۱۴۰۴ آذر ۴, سهشنبه
د رسنیو د یوه رپوټ له مخې، د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالت ترمپ حکومت په پلان کې لري، په دغه هیواد کې د بې شمېرو مهاجرو د وضعیت پراخه ارزونه وکړي.
د CNN رسنۍ د یوه داخلي حکومتي سند او له دې موضوع سره بلدې سرچینې په حواله رپوټ ورکړی دی چې، په دې ډول به ډاډ ترلاسه سي چې "مهاجر د ملي یا عامه امنیت له پاره کوم گواښ نه رامینځته کوي".
د نوموړي رپوټ پر بنسټ، په هغو کې داسې کسان شاملیږي چې له ترمپ څخه مخکې، د ډیموکراټانو د ولسمشر جو بایدن د ولسمشرۍ پر وخت، یعنې د ۲۰۲۱ م څخه تر ۲۰۲۵م کاله پورې امریکا متحده ایالاتو ته ورغلي دي.
اړوند:د ترمپ ویانده: بې اسناده مهاجر "مجرم" دي
ویل کیږي چې په دغه زماني وخت کې شاوخوا ۲۳۵ زره انسانانو ددغه پروگرام له لارې د حفاظت غوښتنه کړې ده. د ترمپ حکومت د خپلې دندې له پیل راهیسې، نه یوازې د هغو کسانو پر وړاندې چې د اعتبار وړ اقامې نه لري، بلکې د مهاجرو په وړاندې خپل قوانین سخت کړي دي. په تیره بیا له بحراني هیوادونو لکه وینزویلا او هایتي څخه ورغلي مهاجر په مخ پر زیاتیدونکي ډول د چارواکو تر پاملرنې لاندې راځي.
ترمپ مخکي له دې په انتخاباتي کمپاینونو کي د مهاجرو له پراخ اخراج څخه خبر ورکړی ؤ.
اړوند:امریکا کې له اخراجه د حفاظت پای؛ په زرونو افغانان اغیزمنیږي
له همدې کبله، د ترمپ د کاري دورې په لومړیو ورځو کي، د قانون د پلي کولو ډېري ادارې وگومارل سوې چي د مهاجرو پر وړاندي اقدام وکړي، که څه هم هغوی د مهاجرت قانون د پلي کولو مسؤلیت پرغاړه نه لري.