1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ غواړي پوه شي چې کرونا ویروس له کوم ځایه خپور سوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۲, جمعه

ولسمشر ترمپ د داسې ثبتونو د لرلو ادعا کړې چې ښيي کرونا یروس د چین له یوه تحقیقاتوي لابراتوار څخه خپور سوی. هغه د چین پر حکومت په دې برخه کي د ناکامۍ تور لګوي او د روغتیا پر نړیوال سازمان هم نیوکې کوي.

USA Coronavirus Donald Trump
انځور: Reuters/C. Barria

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په سپینه ماڼۍ کي د خبریالانو په مخکي وویل چي د کرونا د ویروس او د چین د ووهان ښار د ویروس پیژندني انستیتوت ترمنځ د اړیکو په اړه یې اسناد او شواهد لیدلي دي.

هغه په دې اړه نه پخپله نور جزئیات ورکړل او نه یې هم د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ووایه. د نوموړي لابراتوار مشر یووان ژیمینګ، بیا دغه ډول تورونه څو ورځي مخکي لا په کلکه رد کړي ول.

د چین له حکومت سره مخالفت

ترمپ یو وار بیا د چین پر مشرتابه نیوکې وکړې چي له خپل هیواد څخه یې د کرونا ویروس د وتلو مخه ونه نیوله. د امریکا ولسمشر وویل: «یا به هغوی د دې کار وړتیا نه لرله او یا یې هم پریکړه کړې چي هغه ونه کړي. په دې ډول نړۍ سخته وځوریده.»

ترمپ ویلي دي چي کیدای شي د کرونا ویروس پر سر د شخړې له کبله پر جین باندې لا لوړې ګمرکي تعرفې وضعه کړي.

انځور: Getty Images/AFP/H. Retamal

او د روغتیا نړیوال سازمان پر وړاندي

ترمپ همدارنګه د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» پر وړاندي هم خپل مخالفتونه څرګند کړي. هغه نوموړی سازمان د چین له پاره د عامه اړیکو له یوه شرکت سره پرتله کړی دی. ترمپ وویل: «د روغتیا نړیوال سازمان باید د خلکو لویو تیروتنو ته بهانې جوړې کړي [...] دا د شرم ځای دی.»

ترمپ د روغتیا نړیوال سازمان ته د امریکا متحده ایالاتو له خوا مالي مرستي په ټپه ودرولې.

ترمپ د استخباراتو پر موندنو سترګي پټوي

ترمپ آن د امریکا د ملی اطلاعاتو د سر پرست ریچار ګرینل، موندنې هم تایید نه کړې. د هغه دفتر د پنجشنبه په ورځ خبر ورکړ چي استخباراتي ادارې هم د نورو کارپوهانو په شان په دې باور دي چي د کرونا دغه نوی ویروس طبیعي دی او د انسانانو له خوا نه دی جوړ سوی او نه هم کومه لاسوهنه پکښي سوې.

ترمپ ویلي هغه په دې هکله کوم شواهد نه دي لیدلي. هغه ډیرې تیوري ګاني لري او امریکا متحده ایالات د دغه ویروس د اصلي سرچینې په هکله پلټنې کوي. ترمپ وویل: «موږ به هغه [د ویروس سرچینه] پیدا کړو.»

له میاشتو راهیسي داسي آوازې خپرې دي چي د کرونا نوی ویروس ښایی د چین د ووهان ښار په یوه لابراتوار کي د یوې پیښې په ترڅ کي خپور سوی او یا هم په قصدي ډول جوړ سوی وي.

د ووهان د ویروس پیژندني انستیتوت په آسیا کي د ویروسونو د ثبتولو تر ټولو لوی بانک دی. د کرونا پاندیمي د ووهان له میلیوني ښار څخه پیل سوه. د چینایی چارواکو په حواله د کرونا نوی ویروس په ووهان کي د وحشي حیواناتو د خرڅلاو له یوه مارکیټ څخه انسانانو ته انتقال سو.

gp/ms (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب