1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له ایران سره د جګړې د اختیاراتو محدودولو مصوبه ویتو کړه

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۸, پنجشنبه

دونالد ترمپ د ایران پر ضد د جمهور رئیس د جنګي اختیاراتو د محدودولو په اړه د امریکا د کانګرس مصوبه ویتو کړه. د امریکا ولسمشر د کانګرس له خوا د داسې پریکړه لیک تصویبیدل توهین امیزه او د نه منلو وړ بللی.

USA Coronavirus Donald Trump
انځور: Reuters/C. Barria

له تمي سره سم د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د چهار شنبې په ورځ (د می میاشتې۶ نیټه) د ایران پر وړاندې د جګړې په اړه د ولسمشر د صلاحیتونو د محدودولو په هکله د دغه هیواد د کانګرس مصوبه ویتو کړه. رویټرز خبري آژانس، د پنجشنبې په ورځ له واشنګټن څخه د یوه رپوټ په خپرولو سره پر دې موضوع تمرکز کړی دی.

د امریکا د کانګرس ډیرو استازو غوښتل د دې پریکړه لیک په تصویبولو سره په منځني ختیځ کې په یوې نوې جګړه کې د امریکا د ښکیل کیدو مخه ونیسي.

د بغداد هوایي ډګر ته نږدې د قاسم سلیماني پر موتر د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید د دې سبب شو چې یو شمیر جمهوري غوښتونکي سناتوران هم له دیموکراتانو سره په دې ارتباط ملګرتیا وکړي.

د قاسم سلیماني وژنه د ایران او امریکا ترمنځ تشنج ته لمن ووهله او د ایران له خوا په عراق کې د امریکا پر دوو پوځي اډو توغندیزو بریدونو د دواړو هیوادونو د نظامي مخامخ کیدنې احتمال زیات کړی وو.

د دیموکراتانو د لاس نینځکه

دونالد ترمپ د کانګرس د اکثریت له خوا د داسې یوه پریکړه لیک تصویبیدل «توهین امیزه» او له واقعیتونو او قانون سره د نا اشنایې نښه وبلله.

د امریکا ولسمشر په خپله بیانیه کې پر هغو یو شمیر جمهوري غوښتونکو سناتورانو چې دې پریکړه لیک ته یې مثبته رایه ورکړی وه لفظي برید وکړ او وی ویل چې دوی له خپل دې کار سره د دیموکراتانو د لوبې په سامان بدل شوي دي.

ترمپ د دا ډول پریکړه لیک تصویبول د دیموکراتانو له خوا د جمهوري غوښتونکو ترمنځ د درځ پيدا کولو چلند وباله، څو په نومبر میاشت کې په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه موقعیت کمزورې کړي.

دغه پریکړه لیک په لومړي سر کې د استازو په مجلس کې او وروسته بیا د رایو په اکثریت سره د سنا په مجلس کې تصویب شوی وو. اتو جمهوري غوښتونکو سناتورانو هم دې پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړې وه.

د دونالډ ترمپ د ویتو د نه په پام کې نیول کیدو او د دې پریکړه لیک په قانون بدلولو له پاره د امریکا کانګرس، د رایو دوه پر دریمې برخې ته اړتیا لري. دې موضوع ته په پام سره چې د سنا مجلس اکثریت د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی، نو د دوه پر دریمه برخه رایو ترلاسه کول ناممکن ښکاري.

دا لوموړی ځل نه دی چې ترمپ د کانګرس مصوبه وتو کوي. په تیر میلادي کال کې هم ترمپ د یمن په جګړه کې له سعودي عربستان څخه د نظامي ملاتړ نه کولو مصوبه ویتو کړې وه.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب