ترمپ له بي بي سي څخه د ۱۰ میلیاردو ډالرو تاوان غوښتنه کړې
۱۴۰۴ آذر ۲۵, سهشنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ترمپ، له بي بي سي څخه د بدنامه کولو په تور شکایت کړی دی. دغه تور د پاناروما خپرونې د یوه مستند فلم په هکله دی چې په ۲۰۲۱م کال کې پر کانگرس باندې له برید مخکې خپلو پلویانوته د هغه د وینا په کلیپونو کې ایدیټ او لاس وهنې شاملیږي.
ترمپ له دغې بریتانیايي رسنۍ څخه تر ۱۰ میلیارده ډالرو جبران خسارې په لټه کې دی. هغه ادعا کوي چې بي بي سي په دغه کار سره د فلوریدا له هغه قانون څخه سرغړونه کړې ده چې غیرعادلانه تجارتي کړنلارې منع کوي.
اړونده موضوع: ترمپ ويلي د یوې وينا د ایډيټ په تړاو ېې ممکن پر بي بي سي تر ۵ میلیارډ ډالرو دعوا وکړي
د امریکا مشر بي بي سي د هغه په بدنامه کولو تورنه کړې ده، ځکه د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ د شپږمې نیټې د وینا دوې جلا برخې یې سره یوځای کړې وې او دا تصور یې رامنځته کاوه چې هغه د پاڅون د تحریکولو په حال کې و.
پر بي بي سي د ترمپ د حقوقي دعوی جزئیات څه دي؟
دغه دعوی چې ۳۳ پاڼې لري، د دوشنبې په ورځ د میامي په فدرالي محکمې کې ثبت سوه. په شکایت نامې کې دا ادعا سوې ده چې بي بي سي "د ولسمشر ټرمپ یو غلط، بدناموونکی، دوکه ورکوونکی، سپکاوی کوونکی، پارونکی او ناوړه انځور" خپور کړی دی.
ترمپ په دغه شکایت کې بي بي سي، د ۲۰۲۴م کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې "د مداخلې او نفوذ په یوې ښکاره هڅې" تورنه کړې ده.
دغه دعوی د دوو تورونو له پاره "له پنځو ميلیاردو ډالرو څخه نه کم" تاوان غوښتنه کوي، یعني بدنامي او د غیر عادلانه تجارتي کړنو د مخنیوي له پاره د فلوریډا له قانون څخه سرغړونه.
د بي بي سي جواب څه و؟
بي بي سي په جواب کې اعلان وکړ چې ددغې دعوی پر وړاندې مبارزه کوي. د بي بي سي ویاند د سه شنبې په ورځ وویل: «لکه څنگه چې مخکې مو هم څرگنده کړې ده، موږ له دغې قضیې دفاع کوو. موږ نه غواړو د دغه حقوقي بهیر په هکله چې اوس جریان لري، لا ډیر نظر څرگند کړو.»
بي بي سي مخکې له دې له ترمپ څخه بخښنه غوښتې او تیروتنه یې منلې ده.
دغې رسنۍ منلې ده چې د کلیپونو ایډیت په تیروتنې سره دا انځور رامنځته کړی دی چې ترمپ مخکې له بغاوتونو څخه په مستقیم ډول خپل پلویان تاوتریخوالي ته رابللي دي.
سره له دې، بي بي سي ویلي دي چې د دعوی له پاره هیڅ قانوني بنسټ وجود نه لري.
د ترمپ په دعوی کې راغلي دي چې بي بي سي پر بخښنې سربیره، «د خپلو تیروتنو له پاره د ریښتیني پښیماني هیڅ کومه نښه ونه ښودله او له راتلونکي ژورنالیزم څخه یې د ناوړو گټو اخیستلو څخه د مخنیوي له پاره په خپل اساس کې معنی لرونکي تغییرات نه دي رامنځته کړي.»
د ترمپ دعوی د هغه مستند فلم په هکله ده چې د بي بي سي د پانوروما په مشهوره خپرونه کې خپور سو.
دغه مستند فلم د هغو لویو بحرانونو څخه یو رامینځته کړی چې له عامه بودیجې څخه تمویل سوې دغې رسنۍ یې په خپل ۱۰۳ کلن تاریخ کې شاهده ده.
نوموړی مستند فلم په امریکا متحده ایالاتو کې نه دی خپور سوی، او بي بي سي ویلي چې داسې پلان نه لري چې هغه دي په خپل يوه پلیټ فارم کې بیا خپور کړي.