1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له «دريمي نړۍ هيوادونو» څخه مهاجرت بندوي

نجيب الله زيارمل رويترز، فرانسې او آلمان خبري آژانسونه
۱۴۰۴ آذر ۷, جمعه

د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر اعلان وکړ چي «د همېشه له پاره به د دريمي نړۍ له ټولو هيوادونو څخه مهاجرت بند کړي». د هغه دغه څرګندوني د يوه افغان له خوا د ملي ګارد پر دوو غړو تر ډزو وروسته مطرح سوي دي.

ترمپ د امريکا د ټنکس ګيوينګ ورځي په مناسبت له سرتيرو سره د ويډيويي تماس پر مهال
د ترمپ اداره د ۱۹ هيوادونو د کډوالو د دايمي استوګني حالت بررسي کويانځور: Jim Watson/AFP

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په روځ (۲۰۲۵م کال د نوامبر ۲۷) وويل چي مهاجرت به له هغو هيوادونو څخه چي هغه يې «د دريمي نړۍ هيوادونه» بولي، بند کړي.

ترمپ په هغه پست کي چي د شپې په وروستيو کي يې په خپل ټولنيز پلتفرم «تروت سوشل» کي خپور کړ، له اقتصادي پلوه مخ پر ودي هيوادونو له پاره يې يوه پخوانۍ او توهينونکې اصطلاح کارولې ده «زه به د دريمي نړۍ له ټولو هيوادونو څخه مهاجرت په دايمي ډول بند کړم، ترڅو د امريکا متحده ايالاتو سيستم په بشپړ ډول روغ سي.»

ترمپ دغه راز ليکلي دي چي «هر هغه څوک به ليري کړي چي د امريکا له پاره خالصه شتمني نه وي» او «ټولو هغو ته به چي زموږ د هيواد اتباع نه دي ټولي فدرالي کټي او سبسايډۍ ختمي کړي، هغه کډوال چي کورنۍ ارامتيا ته زيان رسوي له تابعيت څخه محروم کړي او هر هغه بهرنی وګړی چي د ټولني مالي بار، امنيت ته خطر يا د لوېديځ له تمدن سره مطابقت نه لري، اخراج کړي.»

ترمپ ليکلي چي په دې کي د هغو افغانانو له پاره د ويزې ځانګړی پروګرام هم شامل دی چي د طالبانو له واک ته رسېدو دمخه يې په افغانستان کي له امریکا متحده ايالاتو سره کار کړی دی.

د واشنګټن تر بريد وروسته د بشپړي بررسۍ امر

دغه پوستونه چي په امريکا کي د «تنکس ګيوينګ» رخصتۍ په ورځ ليکل سوي دي، له هغه وروسته خپريږي چي د ترمپ ادارې په واشنګټن کي د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړيو باندي د بريد په تعقيب له ۱۹ هيوادونو څخه ورغليو کډوالو د دايمي استوګني حالت د بشپړي بررسۍ امر وکړ.

يو افغان چي په افغانستان کي يې له امريکايي ځواکونو او استخباراتي ادارو سره کار کړی وو او په ۲۰۲۱م کال کي امریکا ته تللی وو، د چهارشنبې په ورځ سپيني ماڼۍ ته نږدې پر امنيتي کسانو د ډزو په ارتباط نيول سوی دی.د دغو ډزو په پايله کې د امريکا د ملي ګارډ دوه غړي سخت ټپيان سوي ول چې يوې شلن کلنې عسکرې ساره. بي ژوند له لاسه ورکړی دی او د بل روغتيايي وضعيت ډېر حساس دی.

البانیا؛ افغانان د امریکا له ویزو ناهیلي شوي

02:21

This browser does not support the video element.

د امريکا د تابعيت او مهاجرت خدماتو (USCIS) رئيس جوزف اډلو، په ايکس شبکه کي ليکلي دي: «ما د تشويش وړ هر هيواد د هر وګړي د ټولو ګرين کارتونو د دقيقي او بيا بررسۍ لارښوونه کړې ده.»

د ترمپ ادارې د چهارشنبې په ورځ د ډزو له امله له افغانستان څخه د مهاجرت غوښتنليکونو ته رسېدګي بنده کړې ده.

افغانستان، ايران، سوماليا، ليبيا، يمن، کيوبا او وينزويلا په دغه ليست کي دي

د روان کال په جون مياشت کي امریکا د هغو ۱۹ هیوادونو نومونه واخيستل چي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په مطرح سوو اندېښنو کي شامل ول، هغوی ويلي ول چي په ځينو هيوادونو کي د يوه وړ يا همکار حکومت نشتوالی دی چي د اعتبار وړ د هويت اسناد چمتو کړي او بله اندېښنه د هغه هيواد د پاسپورت په اړه وه.

په يادو هيوادونو کي، افغانستان، ايران، سومالیا، ليبيا، يمن، کيوبا، ونيزويلا، چاد او اريتريا شامل دي.

منتقدين خبرداری ورکوي چي دا پاليسي په سونو زره قانوني دايمي اوسېدونکي يوازي د هغوی د تابعيت په دليل له خطر سره مخ کوي.

دا چي دغه بررسۍ به د مهاجرت د بنديدو يا اخراج لامل سي لا روښانه نه ده. دا چي د ترمپ اعلاميه به د USCIS پر بررسۍ باندي څه اغېز ولري هم روښانه نه ده.

په واشنګټن کي بريد ته په کتو سره په اوس وخت کي، د امریکا حکومت دغه اقدام د ملي امنيت له پاره د يوه محافظتي اقدام په توګه وضع کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل