ترمپ له مذاکراتو سره سم پر ایران فشارونه ډیروي
۱۴۰۴ بهمن ۳۰, پنجشنبه
په داسې شرایطو کې چې تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، بیلابیلو امریکايي رسنیو د چهارشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د امریکا متحده ایالات، ایران ته نیژدې خپل پوځي حضور په ښکاره توگه پراخوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولاین لیویت د چهارشنبې په ورځ وویل: «د ایران له پاره به ډیرعاقلانه وي چې له ولسمشر تومپ او د هغه له حکومت سره توافق ته ورسیږي.»
اړونده موضوع: وینس: ایران د امریکا له ټولو سرو کرښو سره موافقت نه دی کړی
پوځ برید ته آماده دی، خو نهايی پریکړه نه ده سوې
د «سيانان» او «سي بي اس» امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د امریکا پوځ، ولسمشر ډونالډ ترمپ ته خبر ورکړی دی چې امریکايی پوځ حتی د همدې اونۍ په پای کې پر ایران بريد کولو ته چمتو دی.
سره له دې، دغه رپوټونه ټینگار کوي چې ترمپ لا د بريد ترسره کولو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.
د «یواساس ابراهام لینکلن» په نوم الوتکې وړونکې بیړۍ له تقریباً ۸۰ الوتکو سره یو ځای د یکشنبې په ورځ د ایران له ساحل څخه په شاوخوا ۷۰۰ کیلوکترۍ کې وه. د الوتکو وړونکو بیړیو دوهمه ډله، یو اس اس جیرالډ آر فورډ، هم سیمې ته په لاره ده.
«سي بي اس» رپوټ ورکړی دی چې پنتاگون له منځني ختیځ څخه د امریکايی ځواکونو د یوې برخې د ایستلو امر صادر کړی تر څو د ایران د متقابل برید په صورت کې ممکنه تلفات راکم سي.
امریکا متحده ایالات په سیمه کې ډیر شمیر اډې لري، لکه په قطر کې د العُدید هوايی اډه او په کویټ کې د عریفجان کمپ.
د «اکسیوس» امریکايی رسنۍ هم رپوټ ورکړی دی چې د ایران په وړاندې د امریکا احتمالي عملیات ښايي څو اونۍ دوام وکړي. د نوموړې رسنۍ په حواله، اسرائیل به هم په دغو عملیاتو کې گډون وکړي.
په پام کې ده چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو په راتلونکو اونیو کې اسرائیل ته سفر وکړي او ددغه هیواد له صدراعظم، بینیامین نتانیاهو سره د ایران د اټومي پروگرام په تړاو خبرې اترې وکړي. تر اوسه د ایران د اټومي برنامې په هکله هیڅ ډول مشخص توافق نه دی ترلاسه سوی.
واشنگټن: ایران باید خپل اټومي پروگرام په ټپه ودروي
ترمپ په وار وار سره ټینگار کړی دی چې ایران باید خپل اټومي فعالیتونه په ټپه ودروي؛ هغه فعالیتونه چې واشنگټن یې اټومي وسلو ته د لاس رسي له پاره یوه هڅه بولي.
ایران، چې وايي اټومي فعالیتونه یې په بشپړ ډول ملکي دي، اعلان کړی چې دغو برنامو ته به ادامه ورکړي.
د سه شنبې په ورځ په ژنیو کې د ایران او امریکا د استازو ترمنځ غیرمستقیمو خبرو اترو، لږ نتایج له ځانه سره لرل. سپینې ماڼۍ ویلي دي:« موږ لا هم په ځینو موضوعگانو کې ډیر جدي اختلافونه لرو.»