1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ترمپ له مذهب څخه د وسیلې په توګه استفاده کوي»

۱۳۹۹ تیر ۸, یکشنبه

د فیلسوف ویتوریو هوسل په نظر دونالد ترمپ له مذهب څخه د یوې وسیلې جوړولو کوښښ کوي. هغه په ترمپ کي د یوه «دیکتاتورد کلاسیکي ستراتیژۍ» اختیارولو او همدارنګه اروپايي ټولني او متحده ایالتو تجزیه کیدل هم د امکانه لیري نه بولي.

USA Präsident Trump vor der St John's Church in Washington
انځور: Reuters/T. Brenner

فیلسوف ویتوریو هوسل د چارشنبې په ورځ له د دویچه ویله سره په یوه مرکه کي وویل، چي ترمپ د خپل دغه پلان د عملي کولو په خاطر د مذهبي اشخاصو څخه استفاده کوي. هغوی هم «ترمپ انتخاب کړی دی»:ترمپ هیڅ وخت دا شک نه دی پرې ایښی، چي «دی پخپله اصلأ دینداره سړی نه دی او مذهبي عنعنوي نورمونو ته هیڅ عقیده نه لري. خو دی ښه پوهیږي، چي د ده اکثریت پلویان مذهبي دي.»

په دې خاطر د هوسل په خبره ترمپ د همدې جون میاشتي په سر کي لومړی له سپيني ماڼۍ سره نژدې کلیسا ته د مظاهره کوونکو د ارادې پرخلاف په زوره ورغی او له انجیل سره یې عکس واخیستی او بیا د پاپ جان پال دوهم یوه زیارت ته ورغلی.

هوسل همدارنګه وايي، چي ترمپ د یوه دیکتاتور کلاسیکه ستراتیژی تعقیبوي. په خبره یې هغه په نړۍ کي یو قبایلي یا مافیايي سیسټم تعقیبوي او غواړي جهان تر خپلو منځو په دې ډول سره تقسیم کړي،چي« د ښار دغه ناحیه زما د مافیايي کړئ او هغه بله ستا ده.»

د هوسل په نظر ترمپ «په هیڅ صورت اساسي قانون او د درو قواوو موجودیت ته عقیده نه لري. هغه دغو ټولو ته بې احترامي کوي. ځکه که نو هغه بیرته انتخاب سي، دغه بې احترامي او نه مراعت به نور هم ډیر سي.»

په دې صورت کي د نورو ترڅنګ د اتلانتیک د دواړو خواوو اتحاد د سره پاشل کیدو او تجزیه کیدو امکان موجود دی. فیلسوف هوسل د امریکا متحده ایالاتو تجزیه کیدل هم له امکانه لیري نه بولي، چي که څه هم په خبره یې امریکا د دنیا تر ټولو ښه اساسي قانون لري. خو هغه هیوادونه چي ښه اساسي قوانین هم لري، کیدلای سي تجزیه سي. ځکه چي په اوس حالت کي «امریکا د یوه سخت قطبي کیدو حالت سره مخامخ ده او دغه درز نور هم پسي لوييږي«.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل