ترمپ له پوتین سره د اوکراین په اړه خبرو اترو څخه خبر ورکړ
۱۴۰۴ مهر ۲۵, جمعه
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ترمپ غواړي چې په اوکراین کې د روسیې د جگړې د پای ته رسیدو له پاره خپلو هلوځلو ته ادامه ورکړي. هغه اعلان وکړ چې په دې اړه به د هنگري په پایتخت بوداپست کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره لیدنه کتنه ترسره کړي.
ترمپ دغه خبر له پوتین سره تر ټیلیفوني اړیکې وروسته او په خپله ټولنیزه شبکې، تروت سوشل کې د یوه پیغام په خپرولو سره اعلان کړ. نوموړي په دغه پیغام کې ولیکل:«هدف به داوي چې وگورو، آیا کولای سو د روسیې او اوکراین ترمنځ دغه شرموونکې جگړه پای ته ورسوو.»
اړوند:د ۷ جګړو ختمولو ادعا: ایا ترمپ د سولې د نوبل جایزې مستحق دی؟
په پام کې ده چې د ترمپ او پوتین ترمنځ د لیدنې کتنې تدارکات او آمادگي په راتلونکې اونۍ کې د امریکا او روسیې د لوړپوړو مشاورینو په غونډه کې ترسره سي. د امریکايي هیئت مشرتابه به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو پرغاړه وي. ددغو تدارکاتي خبرو اترو ځای لا تر اوسه نه دی ټاکل سوی .
د امریکا ولسمشر ډاډ څرگند کړ چې په "منځني ختیځ کې بریالیتوب"، یعني په غزه کې له دوکلنې جگړې وروسته د حماس او اسرائیل ترمنځ د اوربند توافق به د اوکراین له سولې د خبرو اترو له بهیر سره هم مرسته وکړي.
د تاماهاوک د توغندیو په هکله د پوتین خبرداری
د ولادیمیر پوتین مشاور، یوري اوشاکوف د سوریې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د لیدلو کتلو خبر تأیید کړ او زیاته یې کړه چې ترمپ ددغې لیدنې کتنې د ځای په توگه بوداپست پیشنهاد کړ او پوتین هم سمدستي دغه وړاندیز ومانه.
اړوند:ټرمپ روسیې ته گواښ وکړ چې اوکراین ته به د تاماهاوک توغندي واستوي
د هغه په خبره، پوتین له ترمپ سره په ټیلیفوني اړیکه کې یو وار بیا اوکراین ته د امریکا د تاماهاوک توغنیدو د ورکولو په هکله خپل دریځ تکرار کړ.
د کریملن مشر ادعا کوي چې ددغو توغندیو ورکول به "د جگړې د ډگر وضعیت ته تغییر ورنکړي ، خو په عین وخت کې به د روسیې او امریکا ترمنځ اړیکو او د یوې سوله ائیزې لارې د پیدا کولو له پاره هلې ځلې زیانمنې کړي."
زيلسنکی به په دې ليدنه کتنه کې حاضر وي؟
د ترمپ په څرگندونو کې په بوداپست کې په لیدنې کتنې کې د اوکراین د ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي د گډون په هکله څه نه دي ذکر سوي. د امریکا ولسمشر یوازې دا اعلان وکړ چې له زیلنسکي سره به په خپله لیدنه کتنه کې چې نن، جمعه (۲۰۲۵ م کال د اکتوبر ۱۷مه) په سپینه ماڼۍ کې ترسره کیږي، د هغې ټیلیفوني اړیکې په هکله خبرې وکړي چې له پوتین سره یې لرله.
د اوکراین ولسمشر په خپل وار سره هڅه کوي چې له ترمپ سره د لیدنې کتنې او خبرو په ترڅ کې، کیف ته د تاماهاوک د توغندیو د ورکولو موضوع قطعي او نهايي کړي. دغه توغندي به اوکراین ته ددې وړتیا ورکړي چې د روسیې په خاوره کې پر لیرو هدفونو بریدونه ترسره کړي.
زیلینسکي څرگنده کړه چې دا ډول بریدونه به پوتین دې ته وهڅوي چې د جگړې د پای ته رسولو له پاره د کیف او مسکو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له پاره د ټرمپ غوښتنې لا جدي وبولي. اوکراین ته د توغندیو د رسولو لگښت کیدای سي د ناټو د غړو هیوادونو له خوا تأمین سي.