1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: له چين او روسيې سره پر اټومي وسلو خبري رواني دي

نجيب الله زيارمل د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ آذر ۲۱, جمعه

دونالد ترمپ د اکتوبر مياشتي په پای کي په حيرانونکې توګه د سمدستي اټومي وسلو د ازموينو اعلان وکړ، خو اوس وايي چي د اټومي وسلو د کمولو په اړه له چين او روسيې سره خبري رواني دي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ
دونالد ترمپ ويلي دي چي د اټومي وسلو د کمولو په اړه له چين او روسيې سره خبري رواني ديانځور: Andrew Caballero-Reynolds/AFP/Getty Images

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وايي چي د اټومي وسلو د کمولو په اړه يې له چين او روسيې سره خبري کړي دي. هغه په سپينه ماڼۍ کي په يوه غونډه کي وويل: «ما په دې اړه له چين سره خبري کړي. ما په دې اړه له روسيې سره خبري کړي دي. او زه فکر کوم چي دا هغه څه دي چي موږ يې غواړو او دوی يې غواړي او زه فکر کوم چي روسيه يې غواړي.»

کله چي يوه خبريال اشاره وکړه چي روسيې ويلي دي چي د ۲۰۲۶م کال په فبروري مياشت کي د «نيو ستارت» په نوم تسليحاتو کمولو تړون د مودې تر پای ته رسېدو مخکي د هغه پر تمديد خبري ناممکني دي، ترمپ جواب ورکړ چي هغه ته بل ډول ويل سوي دي.

د اټومي وسلو کمولو تړون چي په ۲۰۱۰م کال کي د امریکا متحده ايالاتو او روسيې ترمنځ لاسليک سو، وروستی وار په ۲۰۲۱م کال کي د پنځو کلونو له پاره تمديد سو. دغه تړون د اټومي سرګلولو او د هغوی د توغولو د سيستممونو د کمښت غوښتنه کوي.

د روان کال د اکتوبر مياشتي په پای کي ترمپ د اټومي وسلو د ازموينو د سمدستي بيا پيلولو په حيرانونکي اعلان سره يوه غوغا راپورته کړه. خو هلته يې هم ويلي ول چي له روسيې سره د اټومي وسلو د له منځه وړلو په اړه خبري رواني دي. هغه وخت ترمپ وويل چي که په دې لار کي کوم اقدام وسي، چين به هم پکښې ګډون شامل سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب