1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ له چین سره تجارتي شخړه نوره هم توده وساتله

۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۱, شنبه

په واشنگټن کي تر وروستیو مذاکراتو وروسته ترمپ له پیکینگ سره تجارتي شخړه یووار بیا سخته کړه. هغه امر کړی دی چي پر ټولو پاته چینايي وارداتو باندي دي گمرکي محصولات وضع سي.

USA China l Handelsstreit l Fahnen in Peking
انځور: Reuters/J. Lee

د امریکا د تجارتي مسایلو نماینده، روبرت لایتهایزر په واشنگټن کي ويلي دي چي جمهوررئيس دونالد ترمپ امر کړی دی چي پر ټولو پاته چینايي وارداتو باندي دي مخصوص گمرکي محصولات وضع سي. له دغو گمرکي محصولاتو سره مخامخ مالونه د ۳۰۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت دي. خو په دې باب قاطع تصمیم لا نه دی نیول سوی.

په واشنگټن کي د تجارتي مسایلو په اړه دوې ورځنۍ خبري هم د جمعې په ورځ بې له کومي مشخصي نتیجې پای ته ورسیدلې.

په همدې ورځ بیا د اروپا په وخت سهار شپږو بجو څخه پر ځینو مشخصو چینايي محصولاتو باندي د ۲۰۰ ميلیاردو ډالرو په ارزښت د ۲۵ فیصده وارداتي مالیې مقرره نافذه سوله. په هغه کي له چین څخه امریکا ته واردیدونکي تقریباً نیمايی مالونه شامل دي.

ددې ترڅنگ ترمپ گواښ کړی دی چي دغه ډول اضافي مالیات به له چین څخه پر ټولو وارداتي مالونو باندي وضع کړي. ده پر چین باندي د هغو موافقتنامو د ماتولو تور ولگاوه چي د میاشتو میاشتو خبرو او مذاکراتو په جریان کي تر لاسه سوي وې. دده په خبره چین د خپلو وعدو څخه تیر او غواړي له سره معامله وکړي.

د تیري اوونۍ تر اخري پوري اکثرو کسانو په تجارتي شخړه کي د یوه توافق خبره کولې. خو بیا وروسته د یوه توافق د مسودې پر فورمولبندۍ باندي د دواړو اړخونو تر منځ سخت کشمکش رامنځته سو.

انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

د امریکا حکومت اعلان وکړ چي چین د مسودې له تقریباً ټولو ټکو څخه شاته سوی دی. د حکومت په خبره په دغه تقریباً ۱۵۰مخيزه مسوده کي پیکینگ په سیستماتیک ډول سره پر ټولو هغو پاراگرافونو باندي خط راکش کړی چي د امریکا په اصلي غوښتنو پوري یې اړه درلوده. له هغې جملې څخه د چینايي مارکیټونو خلاصیدل، د معنوي ملکیتونو ښه ساتنه او په چین کي پر تکنالوژیکي ترانسفر باندي لږ فشار.

انځور: Reuters/J. Lee

خبري به ادامه ولري

په همدې حال کي ترمپ تازه مذاکرات«پرانیستي او مثبت» ارزیابي کړل، خو په عین حال کي یې په خپل تویتر کي دا هم روښانه کړه، چي دی د اوس له پاره پر چینايي محصولاتو باندي د نوو گمرکي تعزیراتو پر وضع کیدو باندي ټینگ ولاړ دی. که هغه بیرته لیري کیږي، «په دې پوري مربوط ده، چي راتلونکي مذاکرات څنگه پر مخ ځي.»

ترمپ اعلان وکړ، چي خبري به په راتلونکي کي ادامه ولري. په خبره یې پر دې سربیره بیا هم د چین د جمهوررئيس، شي جین پینگ سره ښه مناسبات لري.

ترمپ په خپلو ډیرو تويتونو کي د نورو تر څنگ لیکلي وه، چي «گمرکي محصولات به زموږ هیواد کمزوری نه، بلکي پياوړی کړي. تاسي یې رد کړی، خو نتیجې ته یې انتظار وباسی.»

زموږ د آرشیف څخه یو انڅوریز البوم:( 03.12.2017)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب