ترمپ له چین سره د بشپړو احتمالي اړیکو د قطع کولو خبرې وکړې
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبه
د کرونا خپریدل د امريکا او چین تر منځ د سوداګريزې شخړې پر سر د ستونزي لمن پراخه کړې. دونالد ترمپ چین د کرونا د ناروغې د خپريدلو مسؤل ګڼې او په يوه مرکه کې يې دغه هیواد سره د امريکا د اړيکو په بشپړ ډول بندول نه دي رد کړې.
انځور: picture-alliance/CNP/A. Harrer
اعلان
د چين پر ضد د دونالد ترمپ د انتقادونو او لفظي شخړو لړۍ لاهم دوام لرې.د امریکي جمهور ریس چين د کرونا ناروغۍ مسؤل ګڼې او د دغه ناروغۍ ويروس د (چيناي ویروس) په نوم سره يادوي. ترمپ په خپله وروستۍ مرکه کې د دو و هیوادونو پر اقتصادي اړیکو د کرونا ناروغۍ له پایلو څخه خبرې کړې دي.
روسیه له ۲۴۲ دیپلوماتیکو ماموریتونو سره په نړیواله درجه بندۍ کې په پنځم مقام کې ځای لري. په ۱۴۴ هیوادونو کې سفارتخانې او ۸۵ قونسلګرۍ لری.
انځور: picture-alliance/Kremlin Pool
۶- ترکیه
ترکیه له ۲۳۴ دیپلوماتیکو ماموریتونو سره په شپږم مقام کې ځای لري. په ۱۴۰ هیوادونو کې سفارتخانې او ۸۰ قونسلګرۍ لري. دغه هیواد ۱۲ فعاله دیپلوماتیک ماموریتونه لري.
انځور: picture alliance/dpa/K. Ozer
۷- آلمان
د اروپا تر ټولو قوي اقتصاد لرونکی هیواد آلمان په نړۍ کې ۱۵۰ سفارتخانې او ۶۱ قونسلګیرۍ لري. د دې هیواد د دیپلوماتیکو نمایندګیو شمیر ۱۱ دی. آلمان په مجموع کې ۲۲۴ دیپلوماتیک ماموریتونه لري.