د شمالی کوریا د واکمن کیم جونګ اون او د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، تر منځ د بې سارې ملاقات له پاره د دوشنبې په ورځ جدي چمتووالی پیل شوی دی.
د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د شمالي کوریا له مشر سره ویني. پر دې سربیره دا لومړی ځل دی چې کیم جونګ اون په ۲۰۱۱م کال کې واک ته تر رسیدو وروسته دغه ډول یو سفر کوي. تر دې دمخه کیم چین ته یو لنډ سفر کړی او همداشان د سویلي کوریا پر پوله، غیر پوځي سیمې ته تللی وو.
د دغه سرمشریز ځای کاپیلا هوټل دی چې د سنګاپور بندر ته څیرمه، سنتوزا په ټاپو کې موقعیت لري.
د کیم جونګ اون په پلاوی کې جګپوړي چارواکي، لکه د بهرنیو چارو وزیر ري یانګ، د دفاع وزیر نو کوانګ چل او د کیم یونګ نزدې سلاکار یونګ چل شامل دي.
همداشان د ترمپ په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د ملي امنیت سلاکار جان بولتون، د سپينې ماڼۍ د ادارې چارو رئیس جان کیلي او د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي ویانده سارا سېندرز هم شامله ده.
د دغه سرمشریزي په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ د امريکا متحدو ایالاتو او شمالي کوریا د چارواکو تر منځ یوه لیدنه هم شوې ده چې مشري یې په سویلي کوریا کې د امريکا پخواني سفیر سونګ کیم کوله چې اوس په فلیپین کې بهرحاله سفیر دی.
د شمالي کوریا واکمن کیم یونګ اونانځور: picture-alliance/AP Images/Korean Central News Agency د رپوټونو له مخې همداشان ترمپ د سنګاپور له لومړي وزیر لي هسین لونګ سره لیدلي دي. په پام کې ده چې ترمپ او کیم د سه شنبې په ورځ د سیمې په وخت د سهار پر نهو بجو وویني.
اسوشیتد پرس خبري آژانس د امریکایي چارواکو له قوله چې د نوم د نه ښوولو په شرط یې خبري کړي، لیکلي دي چې ترمپ او کیم به یو په یو چې ترجمانان به حضور ولري ملاقات وکړي او ښایي تر دوو ساعتونو پوري وخت ونیسي او تر هغې به وروسته سلاکاران په هماغه غونډه کې حضور پیدا کړي.
د متحدو ایالاتو خوشبیني
د ترمپ اداره هیله منده ده چې دغه سرمشریزه به پر پیونګ یانګ باندې د دیپلوماتیکو او اقتصادي بندیزونو د راکمیدو په بدل کې د شمالي کوریا د اتومي بې وسلو کیدو تړون په پایله تمامه شي.
د سپیني ماڼۍ مطبوعاتي ویاندي سارا سندرز ویلي دي چې ترمپ له کاناډا څخه سنګاپور ته د خپل پرواز په ترڅ کې د خپلې ادارې له چارواکو سره کتلي او د خپلې غونډې د چمتووالي له پاره یي مواد مطالعه کړي. ترمپ هم د خپل تویتر په پیغام کې د دغه ملاقات په هکله خپله تلوسه ښوولې ده.
د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس کې سي ان اې، د دغې غونډې په هکله په خپل رسمي رپوټ کې ویلي دي چې دغه سرمشریزه د ټولي نړۍ د زیاتې هیلې په پام کې نیولو سره کیږي.
د شمالي کوریا د دولتي خبري آژانس په وینا دواړه مشران به د نوو اړیکو د رامنځ ته کیدو، د سولې د تلپاتي میکانیزم د رامنځ ته کیدو د موضوع او د کوریا د ټاپو وزمې د بې وسلو کیدو د رعایت کولو په هکله هر اړخیزه او ژورې خبري وکړي.
زموږ له آرشیف څخه:
انځورونه: له سکډ توغندي تر د اتومي وسلو آزموينو پورې
شمالي کوريا د څو کلونو راهیسې خپلو پوځي تجهيزاتو ته پراختيا ورکوي. دغه هيواد خپله شپږمه اتومي آزموينه هم ترسره کړه. پيونګيانګ وايي داسې توغندي يې جوړ کړی چې هايدروجني سرګلولي له ځانه سره لیږدوی شي. انځور: Reuters/KCNA شمالي کوريا د پخواني شوروي اتحاد د «سکد-بي» توغندي جوړ کړل چې نژدې ۳۰۰ کيلومتره واټن وهلی شي.
انځور: picture-alliance/dpa/Jeon Heon-Kyun شمالي کوريا په ۱۹۸۴ کې د يوې توغنديزې آزموينې د ترسره کولو وروسته پرمختک وکړ. تر هغې وروسته پيونګيانګ د «تايپودونګ-۲» راکټونو خاوند شو، چې څو زره کليومتره واټن وهلی شي.
انځور: Getty Images د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۵ پورې وقفه شمالي کوريا د ۱۹۹۹ کال په سپتمبر کې د امريکا متحده ایالتونو سره د اړیکو د ښو کيدو په نيت، خپلې د توغنديزې آزموينې ودرولې. خو د دواړو هيوادونو ترمنځ خبرې اترې ناکامې شوې، ځکه شمالي کوريا د توغنديو د نه صادرولو په بدل کې د کال يو مليارډ ډالر غوښتل. دغه هيواد په ۲۰۰۵ کال کې د خپلو وسلو د انکشاف وقفه پاي ته ورسوله.
د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر مياشتې ۹مه پيونګیانګ په دغه وخت کې د ځمکې لاندې لمړني اتومي بم آزموينې وکړه.
انځور: picture-alliance/dpa شمالي کوريا يو توغندی و توغاوه چې د جاپان له سره تير او په آرام اوقيانوس سمندر کې ولويد. پيونګيانګ ویلي وو چې دغه آزموينه يې فضا ته د يوې سپوژمکۍ د استولو په مقصد تر سره کړې ده. امريکا متحده ایالتونو، سويلي افريقا او جاپان بيا برعکس د «تايپودونګ - ۲» توغندي د يوې پټې آزموينې خبرې وکړې. د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې شمالي کوريا يوه سپوژمکۍ فضا ته واستوله.
انځور: AP د ۲۰۰۹ کال د می مياشتې ۲۵ مه شمالي کوريا د يو بل اتومي بم آزموينه وکړه چې تر مخکيني بم څخه يې ځواک څو برابره زيات وو.
انځور: AP شمالي کوريا د خپلې شپږمې اتومې آزموينې خبر ورکړ او ادعا يې وکړه چې دا يو هايدروجني بم دی. دا ډول هستوي چاودنې د ډیر زيات ويجاړونکي ځواک درلودونکې وي. خو دا چې هغه دې په رښتیا هم يو هايدروجني بم وي، ډیری کارپوهان يې په اړه شک لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/GeoEye د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۲ مه پيوينګيانګ لخوا د خپل دريم اتومي بم آزموينه تر سره شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA دا ځل شمالي کوريا خپل توغندي له يو اوب تل څخه وتوغول. تر هغې وروسته د ۲۰۱۶ کال د جولاي مياشتې په ۸ مه د امريکا متحده ایالتونو او سويلي کوريا اعلان وکړ چې په سويلي کوريا کې د «تاد» په نوم خپل د توغنديو دفاعي سيستم فعالوي.
انځور: picture-alliance/dpa شمالي کوريا خپل پنځم اتومي بم وچاوه. تر هغه وخته د دغه بم چاودنې ساری نه لرود.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Sinmun شمالی کوريا په خپلو پوځي تمريناتو کې، په جاپان کې د امريکا متحده ايالتونو پر يوې پوځې اډې حملې ته ورته اقدام وکړ. دغه توغندي سمندر کې ولګيدل. تر هغې يوه ورځ وروسته امريکا په سئول کې خپل د توغنديو «تاد» دفاعي سيستم چې هغه وخت يې غير فعال کړی وو بيرته فعال کړ.
انځور: Reuters/KCNA د ۲۰۱۷ کال د اپريل مياشتې ۱۵مه سويلي کوريا د شمالي کوريا د يوې ناکامې توغنديزې آزموينې څخه خبر ورکړ. واشنګتن هم دغه ناکامه آزموينه تائيد کړه. ويل شوي وو چې دغه توغندی له توغولو لږ وروسته وچاوديد.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones شمالي کوريا د پلازمينې شمال ته نژدې له يوې سيمې څخه د يوه توغندي په توغولو يو ځل بيا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پريکړه ليک له اصولو سرغړونه وکړه. دغه توغندی هم تر توغولو څو ثانيې وروسته وچاوديد.
انځور: Getty Images/AFP/Str. شمالي کوريا د « هواسونګ - ۱۲» په نوم توغندي په توغولو اعلان وکړ چې دا تر ټولو پرمخ تللې وسله ده چې کولای شي لويې اتومې سرګلولې له ځانه سره وليږدوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/KCNA د ۲۰۱۷ کال د می مياشتې ۲۱مه د شمالي کوريا هيواد کمونیستي رهبرۍ يو ځل بيا د منځني واټن ويشتونکي توغندي آزموينه ترسره کړه. دغه توغندی د نژدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د جاپان سمندرګي کې وغورځيد.
انځور: Reuters/KCNA د ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۴مه شمالي کوريا د امريکا متحده ايالتونو د آزادۍ په ورځ يو بل توغندی وآزمایه. پيونګيانګ د لمړي ځل له پاره د «هواسونګ - ۱۴» قاره وهونکي توغندي څخه يادونه وکړه. کارپوهان په دې باور دي چې دغه توغندی کولای شي ۶۷۰۰ کيلومتر واټن ووهي او د امريکا تر قلمروه ځان ورسوي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNA د ۲۰۱۷ کال د جولاي مياشتې ۲۸مه امريکا متحده ايالتونو له خوا د تعزيراتو تر وضع کولو وروسته، شمالي کوريا د دويم ځل لپاره يو لرې واټن ويشتونکی توغندی وآزمايه. د دغه هيواد مشر، کيم جونګ اون په وياړ سره ادعا وکړه چې دغه توغندی کولای شي د امريکا ټولې خاوري ته ورسيږي. د دې په غبرګون کې د امريکا متحده ايالتونو د اګست په ۲مه د «مينیتمن ۳» توغندي وتوغاوه. دغه توغندی د ۶۷۰۰ کيلومتره واټن په وهلو، د آرام اوقيانوس په سويل کې ولويد.
انځور: Reuters/T. Hanai شمالي کوريا چې تر دې مخکې يې د ولسمشر دونالد ترامپ د ګواښونو په غبرګون کې ويلي وو چې په آرام اوقيانوس سمندر کې به امريکا پورې اړوند د ګوام ټاپو وولي، درې د منځني واټن ويشتونکي توغندي وتوغول. د امریکا متحده ایالتونو د پوځ پر وينا، دغه توغندي د شمالي کوريا په ختيځو اوبو کې ولويدل او ګوام ټاپو ته يې هيڅ ډول زيان ندي اړولي.
انځور: imago/Kyodo News د ۲۰۱۷ کال د اګست مياشتې ۲۹مه د شمالي کوريا يو توغندی د جاپان له سره تير شو. د سئول په خبره چې دغه توغندی د ۵۵۰ کيلومتره په ارتفاع کې ۲۷۰۰ کيلومتره واټن وهلی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/kyodo شمالی کوريا د شپږم ځل لپاره د يوه اتومي بم آزموينه وکړه. د دغه بم ځواک د ټولو هغو بمونو څخه څو برابره زيات ښودل شوی دی، کوم چې دغه هيواد تر اوسه آزمويلي دي. خپله پيونګ يانګ هم منلې چې د يوه هايدروجني بم کاميابه آزموينه يې ترسره کړې ده.
انځور: Reuters/KCNA