1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ محکمې ته حاضريږي؛ ميامي کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

د فلوريډا په دې ستر ښار کې هر اړخیز امنيتي تدابير نيول شوي دي څو د امریکا د پخواني ولسمشر ترمپ پلويان ګډوډي رامنځته نه کړي. ترمپ به په ميامي کې د «محرمو اسنادو» په قضيه کې محکمې ته حاضر شي.

په ميامي کې د فدرالي محکې مخې ته موانع لګول شوي دي
په ميامي کې د فدرالي محکې مخې ته موانع لګول شوي ديانځور: Giorgio Viera/AFP/Getty Images

د ميامي د پوليسو مشر مانويل مورالس، محکمې ته د امريکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ حاضريدو ته په کتو سره وويل: «موږ دا موقع ډېره جدي نيسو.» هغه زياته کړې: «موږ پوهيږو چې د دې امکان شته چې وضعيت ناسم لوري ته ولاړ شي.» له همدې کبله د نوموړي په خبره د «۵۰۰ او ۵۰ زرو» احتجاج کوونکو د کنترول له پاره چمتوالی نیول شوی دی.

اړونده موضوع: ترمپ په تشناب کې د محرمو اسنادو په ساتنې تورن شوی

پوليسو دمګړۍ د ښار په منځ کې د دې فدرالي محکمې مخې ته موانع رامنځته کړي دي چېرې چې به دونالد ترمپ د سه شنبې په ورځ محکمې ته حاضريږي. 

«د عسکرو مناسب شمير ګومارل»

چارواکي د ترمپ د پلويانو د احتمالي مظاهرو په اړه اندېښنه لري. د رسنيو د رپوټونو په حواله د «مغرورو هلکانو» يا (Proud Boys) په نوم د ډېرې ښه اړخه ډلې غړي هم غواړي په ميامي کې مظاهره وکړي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ لا دمخه ميامي ته رسيدلی دیانځور: Rebecca Blackwell/AP/picture alliance

ښاروال فرانسس سواريڅ وويل: «موږ خلک هڅوو چې کله د مظاهرو په ترڅ کې خپل احساسات څرګندوي نو آرام دې پاته شي. موږ به هم په سوله ایزه بڼه د مظاهرو له پاره مناسب شمير امنيتي ساتونکي وګومارو.»

د بيرته واکمنېدو پر ځای زندان؟

دونالد ترمپ تېره اوونۍ د محرمو دولتي اسنادو په خپل کور کې د ساتلو له کبله په ټولیزه توګه په ۳۷ مواردو کې له تورونو سره مخ شو.

ځانګړي پلټونکي جېک سميت، پر نوموړي تور لګولی دی چې د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ مياشت کې د ولسمشرۍ د دورې د ختميدو پر وخت یې له سپينې ماڼۍ څخه په غير قانوني توګه محرم اسناد په ميامي کې خپل شخصي کور ته انتقال کړي دي، په داسې حال کې چې دغه اسناد بايد ملي آرشيف ته سپارل شوي وای.

اړونده موضوع: د دونالد ترمپ د نيول کیدو احتمال او د تاوتریخوالي ویره

پر ترمپ د قضا د مخنيوي تور هم لګول شوی دی. که چېرې نوموړی مجرم وپيژندل شي نو ګواښ موجود دی چې د اوږده بند له سزا سره به مخامخ شي.

ترمپ چې د چهار شنبې په ورځ خپله ۷۷ کلیزه هم لمانځي، هڅه کوي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د خپل جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند شي او نظر پوښتنې ښيي چې نوموړی د خپلو ګوندي سيالانو په مقابل کې مخکې هم دی.

ترمپ غواړي چې د ۲۰۲۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د برحاله ولسمشر جو بایدن سره سيالي وکړي او یو ځل بيا سپينې ماڼۍ ته ستون شي.

نوموړي د اسنادو د ځان سره د ساتلو په قضيه کې پر ده لګول شوي تورونه د نورو تورونو په څېر رد کړي دي او دا یې سياسي انګیزه لرونکي بللي دي.

ب. ص/ ن. ز (afp, dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل