1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: «موږ جنگ نه غواړو»

۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبه

د ایران د جنرال سلیماني تر وژلو وروسته په ټوله نړۍ کي د خلیج سره د یوه نوي جنگ څخه اندیښنه مخ پر ډیریدو ده. که څه هم ترمپ د جنگ نه کولو ډاډ ورکړی، خو په عین حال کي یې په عراق کي خپل نظامي حضور ډېر کړی.

USA Präsident Donald Trump in in Palm Beach
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Vucci

د امريکا متحده ايالاتو په یوې راکټي حملې کي د ایران د پر نفوذه جنرال قاسم سلیماني تر وژلو وروسته جمهور رييس دونالد ترمپ ډاډ ورکړی دی چي د تهران سره جنگ کول نه غواړي. ترمپ په فلوریدا کي د ژورنالسټانو په مخکی وویل چي «موږ داسي یوه معامله وکړه چي د جنگ مخنیوی وکړو.» په خبره یې «موږ داسي یو عمل نه دی کړی، چي جنگ پیل سي.»

هغه زیاته کړه د امريکا متحده ايالاتو غوښتل د نورو هیوادونو سره سوله، ملگرتیا او دوستي ولري. د هغه په خبره واشنگټن په ایران کي د رژیم د تغیيریدو کوښښ هم نه کوي. خو د امريکا متحده ايالات هر هغه څه کوي، کوم چي د ډیپلوماټانو، عسکرو او اتباعو د ساتلو او حفاظت په خاطر یې وي. ترمپ اضافه کړه: «زه اماده یم او دې ته امادگي نیسم چي ټوله ضروري اقدامات تر لاس لاندي ونیسم او دا خاصتأ ایران ته متوجه دي.» د هغه په خبره سلیماني په ټوله دنیا کي«اوله درجه تروریسټ » ؤ او په «پټه او تیاره » کي یې د امریکا پر اهدافو باندي د حملې پلانونه جوړول. «موږ هغه د یوه تازه عمل د سرته رسولو پر وخت متوقف او له منځه یووړ.» ترمپ زیاته کړه چي که سلیماني وختي په قتل رسیدلی وای، نو د ډیرو انسانانو ژوند به ژغورل سوی وای.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب